نعت شریف / فکرمل طالب

رَسَوای نشي څوک زیان وه محمد ته
رب ورکړی اوچت شان وه محمد ته

د دې وخت د نړیوال کفر له قصده
صدقه خو مې شه ځان وه محمد ته

د حضرت جبرائيل امین په لاس
رالیږلی رب قرآن وه محمدته

دالله په ټول مخلوق باندې افضل دی
نذرانه شه ټول جهان وه محمد ته

سپي که غاپي ورکوه يې وه دې غاپي
خلک رسي د کاروان وه محمد ته

په هر وخت هره پېړۍ کې “فکرمله”
خدای وهلي ګستاخان وه محمد ته