fbpx

د کرېکټ نړیوالې شورا په نوې پوړ بندۍ کې مجیب الرحمن پرمختګ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ وږی، ۱۳۹۷ل) د کرېکټ نړیوالې شوار (ICC) لخوا په نوې وړاندې شوی پور بندۍ کې د افغانستان لوبډلې غوره سوکه توپ اچونکی مجیب الرحمن د نورو په پرتله زیات پرمختګ کړی.

د کرېکټ نړیوالې شورا څخه په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې مجیب الرحمن د ایرلینډ پر وړاندې له سیالیو وروسته په نړیوال رینکینګ کې د خپل کیریئر تر ټولو غوره پرمختګ کړی.

د کرېکټ نړیواله شورا وایي چې مجیب الرحمن که څه هم د ایرلینډ پر وړاندې په یو ورځنیو سیالیو کې په زیاتو ویکټو اخیستلو بریالی نشو او یوازې دوه لوبغاړي یې وسوځول خو په غوره اقتصادي توپ اچونه یې پرمختګ وکړ.

نوموړی اوسمهال په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې په ۵۹۹ پواینټونو لرلو سره ۲۳م نمبر ته پورته شوی دی، مجیب الرحمن تر دې دمه ۱۸ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي چې په ۱۸.۲۱ غوره اوسط او ۳.۹۴ اکانومي ریټ یې ۳۷ ویکټې ترلاسه کړې دي.

دده ترڅنګ راشد خان هم په غوره توپ اچونه پرمختګ کړی چې خپل دویم مقام یې برقراره ساتلی دی، نوموړی د هندي توپ اچونکي جاسپریټ بومرا څخه شل پواینټونه شاته دی، دا مهال راشد خان ۷۵۵ او بومرا ۷۷۵ پواینټونه لري.

په توپوهنه کې د افغانستان لوبډلې لخوا رحمت شاه پرمختګ کړی، نوموړی په میډل آرډر کې توپوهنه کوي او د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو کې د افغانستان لخوا تر ټولو زیاتې (۹۴) منډې جوړونکی و، اوسمهال په نړیوال رینکینګ کې ۳۱م مقام لري چې د افغانستان لخوا په توپوهونکو کې تر ټولو مخکې دی.

له بل اړخه محمد نبي چې ۱۰۰ یو ورځنۍ سیالۍ یې هم پوره کړې، د ایرلینډ پر وړاندې په یو ورځنیو سیالیو په توپوهنه کې ناکام ثابت شو او یوازې ۱۴ منډې يې جوړې کړې، چې څلور پوړه ښکته شو او په ۵۸م نمبر شو، نوموړی که څه هم په توپ اچونه کې بد نه و خو بیا هم یو نمبر ښکته په ۱۷م نمبر شو.

د یادونې وړ ده چې د توپ اچونې په برخه کې راشد خان په یو ورځنیو سیالیو کې دویم او په شل اوریزو سیالیو کې لومړی مقام لري، محمد نبي په آلراونډرانو کې دویم او محمد شهزاد په توپوهنه کې په ۱۳م نمبر دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د