د ځینو خلګو عجیبه مرګونه

عبدالله عزام

څوک چې څنګه ژوند کوي ، هم هغسي به مري . راځئ له لاندي څو کرښو څخه عبرت واخلو .

• «انور وجدي» چې د نړیوالو له سترو پانګوالو څخه و او ډېر عیاش سړی و ، په معده کې یې دسرطان دانه را وختل ، د درملني لپاره یې غوښته چې خپله ټوله پانګه ورته نذرانه کړي ، خو هیڅ علاج یې ونه شو او بالآخره د همدې له امله ومړ .

• «ام کلثوم» داسي غزلچي وه چې په خپل ښکلي اواز یې خلګ په فتنه کې اچولي و ، په غاړه کې یې د سرطان دانه راوختل او ټول ډاکټران یې له درملني عاجز شول چې بالآخره د همدې له امله مړه شوه .

• «محمود الملیجي » چې د فلمونو ممثل و ، په داسي حالت کې د زړه د سکتې له امله ناڅاپه ومړ چې د یو فلم شوټنګ یې کاوه .

• «قاسم امین» هغه سړی و چې په عربي نړۍ کې یې د ښځو د ازادۍ او د اسلامي شریعت له قید و بند څخه د خلاصون غوښتنه وکړه او د چادرۍ او د حجاب د لري کولو اعلان یې وکړ په داسي حال کې د زړه د سکتې له امله ومړ چې د دوو روماني انجونو په منځ کې و .

• «مارکس» هغه ملحد و ، چې ټول عمر یې دا نارې وهلې چې نه خدای،نه رب او نه دکائناتو کوم خالق شته . د نوموړي د زنکدن په حالت کې یې شاګردان ورته حاضر شو چې سترګي یې رډي د اسمان لورته نیولي وې او داسي یې ویل : یاالهي ! مرسته .

• مطرب«طلال» په داسي حال کې مړ شو چې د رقص پر سټېج ناست و او رباب یې غږاوه .

د اهل حق مرګونه

• حضرت عمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنه په داسي حال کې شهید کړای شو چې د سهار جماعت یې ورکاوه .

• عبدالله بن ادریس چې کله د زنکدن په حالت کې و ، نو لور یې په ژړا شول .عبدالله بن ادریس وویل : ای لوري ! مه ژاړه ما په دې کور کې څلور زره ځله قرآن کریم د همدې ورځي لپاره ختم کړی دی .

• عامر بن عبدالله بن زبیر چې کله د مرګ پر بستر پروت و او د کور ټول وګړي پرې راټول وو . دمرګ سره لاس او ګریوان و چې دماښام د لمانځه لپاره یې د اذان غږ واورېدی ، کله چې اذان ختم شو نو د کور وګړو ته وویل :زما لاسونه ونیسئ . هغوی وویل چیرته ؟ نوموړي ځواب ورکړ : مسجد ته . هغوی وویل : مسجد ، او ته په داسي حال کې یې ؟

عامر بن عبدالله وویل : سبحان الله ! زه د اذان غږ اورم او مسجد ته په تګ سره ځواب ورنه کړم . د کور وګړو هغه مسجد ته بوتلی ، یو رکعت لمونځ یې وکړ او په دوهم رکعت کې یې په سجده کې روح خپل رب ته وسپارل .

• «شیخ کشک»ټول عمر حق ته بلونکی او د حق اظهار کوونکی و اوسېدی ، په داسي حال کې ومړ چې دجمعې سنت یې اداء کول .

• راشد خلیفه «عمر بن عبدالعزیز رحمه الله » په داسي حالت کې ومړ چې دالله تعالی دغه قول یې تکراراوه :«تلک الدارالآخرة نجعلها للذین لایریدون علوا في الارض ولا فسادا و العاقبة للمتقین .» [هغه د آخرت کور خو به مونږ د هغو خلګو لپاره مخصوص کړو چې په ځمکه کې خپله لویي نه غواړي او نه دفساد کولو اراده لري او نیک عاقبت یوازي د پرهېزګارانو لپاره دی .] • شیخ الاسلام علامه ابن تیمیه رحمه الله په داسي حال کې ومړ چې د الله تعالی دغه قول یې لوستلو :« ان المتقین په جنت ونهر ، په مقعد صدق عند ملیک مقتدر » [له نافرمانۍ څخه ډډه کوونکي متقیان به په باوري توګه په باغونو او ویالو کې وي . د ریښتیاني عزت ځای ، د ډېر مقتدر خدای پر وړاندي .]

له دې نړۍ د تللو لاره مو خپله غوره کړئ .

اللهم احسن خاتمتنا وثبتنا علی دینک الصحیح ولاتقبض ارواحناالا و انت راض عنا یا ارحم الراحمین .
کفی بالموت واعظا.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د