پلچرخي: د یوه بندي د مړینې سربېره په زندان کې جګړه را منځته شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وږي، ۱۳۹۷ل): نن د پنجشنبې په ورځ له سهار راهیسي د پلچرخي زندان په مختلفو بلاکونو کې د بندیانو او محبس د ساتونکو تر منځ جګړه را منځته شوې ده.

د طالبانو له لوري په یوې تازه خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن سهار وختي «د مختلفو بلاکونو څخه ګڼ شمېر بندي علماء کرام او د بلاکونو بندي نماينده ګان نامعلوم لوري ته انتقال شوي چي په اړه يې بنديانو غبرګون ښودلی او بیا د کابل ادارې عسکرو شخړه ورسره کړې ده».

د خبرپاڼې سره سم «تازه معلومات دادي چي زندان ته ګڼ شمېر په وسلو سمبال عسکر داخل شوي او په دريم، پنځم، شپږم او زون بلاکونو کي پر بنديانو ډزي دوام لري».

طالبانو د زندان د چارواکو او کابل حکومت دغه «وحشت» په کلکو ټکو غندلی او دا یې د «مظلومو بندیانو» د وژلو او غچ اخیستلو قصدي عمل بللی دی.

طالبانو پر حقوق بشر ادارو او بې پریه سازمانونو باندي غږ کړی چې د کابل حکومت دي له دغه وحشت څخه را وګرځوي او عاجل قدمونه دي اوچت کړي.

باید وویل شي چې تېره ورځ طالبانو د یوې بلې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې ددوی یو تن بندي د پلچرخي په زندان کې د خپلې ناروغۍ له امله وروسته تر هغه خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د زندان ساتونکو ورته د سمې تداوي لپاره روغتون ته د لیږد اجازه نه وه ورکړې.

د خبرپاڼې سره سم قلم شاه ولد برکت شاه د څه مودې راهیسي په زندان کې دننه د تور ژړي په ناورغۍ اخته شوی وو خو د زندان د چارواکو له لوري ورته عادي دواوي ورکول کېدلې او د زندان څخه بیرون د درملنې اجازه نه ورکول کېده چې له امله یې بالاخیره خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا په یوه کال کې شپږم بندي دی چې د ناروغي له امله په زندان کې ژوند له لاسه ورکوي، چې دا یو غیر انساني او د ټولو بشري حقوقو خلاف کار دی.

د یادونې وړ ده چې په پلچرخي او بګرام زندانونو کې په لسګونو زره بندیان ساتل کیږي چې اکثره یې سیاسي بندیان دي، په دغو بندیانو کې په زرګونو داسي هم شته چې د بند مودې يې پوره دي خو بیا هم د طالبانو سره د یوې معاملې لپاره بندي ساتل کیږي.

د لوی اختر تر مخه د پلچرخي زندان په سلګونو بندیانو خپلې خولې ګنډلي وې او د حکومت څخه یې ځیني غوښتنې لرلې او د هغو بندیانو د خلاصون غوښتنه یې کړې وه چې یا ډیر ناروغه دي او یا یې هم د بند موده پوره شوې ده.

دوی همداراز غوښتنه کول چې د اخترونو او خاصو ورځو په فرمانونو کې دي د سیاسي بندیانو نومونه هم شامل شي تر څو یا خو ازاد شي او یا یې هم د بند موده را کمه شي.

باید وویل شي چې د تیر لوی اختر په مناسبت طالبانو اعلان کړی وو چې دوی به د خپل مشر شیخ هبة الله اخوندزاده په غوښتنه د مختلفو ولایتونو څخه په سلګونو هغه بندیان خوشي کړي چې د جګړو پر مهال طالبانو ته په لاس ورغلي دي.