بالاخره پاکستان کرېکټ بورډ د ډګر ساتنې روزونکی وموند

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۷ل): د پاکستان کرېکټ بورډ وروسته له ډیرو ستونزو او انتظاره او له یو شمېر پلټنو وروسته د لوبډلې لپاره د ډګر ساتنې روزونکی وموند.

د پاکستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې دوی د نیوزېلنډ لوبډلې یوه زوړ لوبغاړی ګرانټ بریډ برن چې د نیوزېلنډ لوبډلې لپاره یې یوازې ۷ ټیسټ او ۱۱ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي، د ډګر ساتونکي په توګه دنده ترسره کړي، ګرانټ بریډ برن پخوا د سکاټلینډ لوبډلې مشر روزونکی و.

ګرانټ بریډ برن د تړون لاسلیکولو نه وروسته هم پاکستان ته نه، بلکې د اسیا جام سیالیو لپاره به د پاکستان لوبډلې سره په عربي اماراتو کې د ډګر ساتنې تمرینات ترسره کوي، نوموړي د پاکستان لوبډلې په دندې ترسره کولو خوښي ښودلې ده.

له تېرې هغه مودې راهیسي چې د پاکستان لوبډلې د ډګر ساتنې پخواني روزونکي سټیو ریکسن د خپل وخت د پوره کېدو سره سم پریکړه وکړه چې نور به د پاکستان لوبډلې سره تړون نوی نه کړي، وروسته پاکستان لوبډلې له ډیرن بیري سره تړون لاسلیک کړ خو هغه هم له دندې ترسره کولو انکار کړی وه.

د استرالیا لیست A سیالیو لوبغاړي او روزونکي ډیرن بیري سره پاکستان کرېکټ بورډ تړون لاسلیک کړی و، خو ډیرن بیري پاکستان ته له تلو او ددغې لوبډلې سره له دندې ترسره کولو انکار وکړ.

د یادونې وړ ده چې په بهرني لوبغاړو کې د پاکستان خراب امنیتي وضعیت اوس هم تر سترګو لاندې دی چې د لوبغاړو ترڅنګ روزونکي هم دغه هېواد ته د تلو زړه نه ښه کوي چې له کبله یې ډير روزونکي له پاکستان لوبډلې سره د دندې ترسره کولو هم انکار کوي.