fbpx

عمران خان: پاکستان به هېڅکله نور په پردۍ جګړه کې ګډون ونه کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶وږي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، چې هېواد به يې په راتلونکو وختونو کې هېڅکله په پرديو جګړو کې ګډون ونه کړي.

د پاکستان لومړي وزير راولپينډۍ کې د پوځ په مرکزي قوماندانۍ «جي ايچ کيو» کې يوې پوځي غونډې ته د وينا پر مهال دغه څرګندونې وکړې.

عمران خان زياته کړې، چې دی پخوا هم د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړې کې د پاکستان د ګډون مخالف و، دغه جګړه ګټونکې نه ده او په راتلونکي وخت کې به يې هېواد هېڅکله په دغسې جګړو کې ګډون ونه کړي.

عمران خان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې وړمه ورځ د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د پوځ مشر جنرال جوزف ډنفورډ اسلام اباد کې د پاکستان له ملکي  او پوځي چارواکو سره پنځه ساعته ناسته درلوده.

د امریکا د بهرنيو چارو وزرات د دغې ناستې په حواله د مايک پومپيو له خولې ويلي، چې پاکستان د ترهګرۍ ضد په نوم جګړې کې هغومره کار نه دی کړی، چې ژمنې يې کړي دي او غوښتنه يې کړې، چې پاکستان بايد د وسله‌ والو ډلو پر ضد جدي ګامونه پورته کړي.

مايک پومپيو دا هم ويلي، که پاکستان له امریکا سره خپلې ژمنې عملي کړي، د دوی درې سوه ميليونه ډالره مرستې هم بېرته ورکول کېدای شي.

خو پاکستاني چارواکو ويلي، چې د امریکا هره غوښتنه نه شي منلی او ټينګار يې کړی، چې د دوو اړخيزو اړيکو د رغولو لپاره بايد بايد دواړه لوري د یو بل ګټو ته درناوی ولري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د