fbpx

د سر ویښتان مو له وخت وړاندې سپين شوي؟ لاملونه او کورنۍ درملنه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۷ل): له وخت نه وړاندې د سر ویښتان سپینېدل یوه اندېښمنه ستونزه ده، چې ډیر شمېر خلک له دغې ستونزې کړیږي، ویښتان سپینېدل د انسان په شخصیت کې ښکاره بدلون راولي، ځکه چې په عام ډول د ویښتانو سپینوالی د بوډاوالي نښه ده، چې له کبله یې انسان ته یو رنګه تشویش او پر ځان بې اعتمادي او اندیښنې رامنځته کوي.

د ویښتانو پوهان وایي چې څو کاله وړاندې په ځوانۍ کې ویښتان سپینېدل به یوه نادره پېښه وه، خو د وخت په تېریدو سره دا اوس یوه عامه پېښه بلل کیږي چې د نورو لاملونو ترڅنګ یې یو عام لامل اندیښنې او خپګان ښودل کیږي.

که د افغانستان په څېر بېوزله ټولنې ته وګورو، نو جګړې، اندیښنو، تشویشونو، د اسانتیاو نه شتون په خلکو کې رواني ستونزې رامنځته کړي، چې همدا اندیښنې او تشویش د ګڼو ناروغیو سربېره له وخت وړاندې د ویښتو سپینېدو لامل هم ګرځي.

له وخت وړاندې د ویښتانو سپينېدو ځینې لاملونه:

خپګان، اندیښنه، تشویش

د چاپیریال ککړتیا، دوړې، ګرد او دود

د ویټامنونو کموالی

 د وینې کموالی یا میراثي ناروغي

همدا ډول ځینې تیز درمل چې د سختو ناروغیو لپاره خوړل کیږي هم د سر ویښتانو سپېنولو لامل ګرځي.

که څه هم په اوسني وخت کې زیاتره د سپین ویښتانو تورولو لپاره رنګ استعمالیږي، چې یو خو قیمته او بل زیانمن پریوځي، خو ځینې کورنۍ نسخې چې تاسو یې په اسانه موندلای شئ او هیڅ بیه نه لري، خو په سمه توګه مو ویښتان توروي په لاندې ډول دي:

تور چای

د سپینو ویښتانو تورولو لپاره لومړنۍ نسخه تور چای دی، تور چای وخوټوئ بیا یې سوړ کړئ، وچ چای ترې چاڼ کړئ او اوبه یې د تېلو په ډول په سر ولګوئ، له یو څخه تر دوه ساعتو وروسته ویښتان پریمنځئ خو په یاد ولرئ چې په دغو ورځو کې د شامپو استعمال مه کوئ.

سونډی/ادرک

ادرک د بې شمېره اکسایډ ضد خرانه ده، چې د پوستکي رنګ ښه کولو ترڅنګ له وخت وړاندې د ویښتانو سپینوالي مخه هم نیسي، ددې لپاره ادرک میده کړئ بیا یې وزبیخئ او په لږه اندازه شیدو کې یې ګډ کړئ تر څو د کریم په شان شي او بیا یې اوونۍ کې یو وار له سر وینځلو وروسته وهئ، دغه عمل له یوې څخه تر دوه میاشتو تکرار کړئ سپین ویښتان به مو تور شي.

هګۍ

په بدن کې د ویټامن بي ۱۲ کمښت په عام ډول له وخت وړاندې د ویښتانو سپینوالي لامل جوړیږي، نو په هګۍ کې دغه ویټامن په پراخه کچه موندل کیږي، ددې لپاره هره ورځ د هګۍ خوړل مه هیروئ.

د لیمو اوبه او د کوپرې تېل

درې کاشوغې د لیمو تیل او ۵۰ ملي لیتره د کوپرې تېل ګډ کړئ، او د ویښتانو بیخونو باندې یې ووهئ او د درې دقیقو لپاره سره مالش کړئ، تر یو ساعته یې پریږدئ او بیا سر پریمنځئ، دغه کار په اوونۍ کې یو وار تکراروئ ډیر ژر به یې مثبتې پایلې وګورئ.

تور مرچ

۲۵ ګرامه تور میروبلان myrobalan (یو رنګه ونه ده چې د رنګ، لرګیو او یو شمېر درملو تولیدات لري)، ۲۵ ګرامه تور مرچ او یو اندازه توره دانه (کلونجي)، دریواړه به اوبو کې واچوئ په اور یې وخوټوئ او ښه یې مکس کړئ، بیا به یې په سمه توګه چاڼ کړئ او تېلو کې یې ګډ کړئ، د شپې له خوا پرې سپین شوي ویښتان غوړ کړئ.

د الو پوستکی

الو کې ویټامن بي ۶، پوټاشیم، فاسفورس، غذایي فایبر، زنک/جست او داسې نور، چې دغه ټول د سپین ویښتانو په تورولو کې ګټور ثابتیږي، د دوه یا درې الوګانو پوستکي راواخلئ او ښه یې وخوټوئ، اوبه یې چاڼ کړئ، یخې یې کړئ، په یوه ګیلاس کې یې واچوئ او د لامبلو نه وروسته یو وار بیا په دې اوبو سر پریمنځئ، د څه مودې لپاره یې تکرار کړئ سپین ویښتان به مو له منځه ولاړ شي.

پیاز

پیاز د سپین ویښتانو تورولو ترڅنګ ویښتان پیاوړي کوي هم، ددې لپاره یو څو پیاز په میکسر کې تاو کړئ، د پيازو جوس باندې سر مالش کړئ او تر ۴۵ دقیقو یې پریږدئ او بیا سر پریمنځئ، خو په یاد ولرئ چې دغه کار په اوونۍ کې له درې وارو زیات مه تکراورئ.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د