خبرتیاوی او پیغامونه

د مولانا جلال الدين حقاني رحمه الله د وفات په اړه د الحاج مولوي سدوزی آغا پيغام

كُلُّ نَفْسٍ ذائِقَةُ الْمَوْت

د فاضل عالم او قهرمان مجاهد الحاج محترم مولوي جلال الدین حقاني صاحب د وفات دردناک خبر ودردولم. مولوي حقاني صاحب خپل ټول عمر د خپل خالق د رضا لپاره په علم، جهاد او مصالحې کې ولګاوه.

الحمدلله چې د ژوند یوه اهمه مرحله کې موږ او حقاني صاحب ملګري پاتې شوي وو. مرحوم حقاني صاحب د شوروي پرخلاف جهاد کې ډېر کوششونه وکړل چې جهادي رهبران متحد کړي.

پر افغانستان د امریکا د تجاوز پر خلاف یې هم جهاد کې په پوره مېړانې برخه واخیسته او په دې لار کې يې د زړه ټوټې هم قرباني کړې.

د جهاد سره سره مرحوم مولوي صاحب د مجاهدینو د صف د یووالي تعهد د ځانه سره ټینګ وساتئ.

الله رب العالمین دې د هجرت، جهاد او د مصالحې د کوششونو او د ټولو تکالیفو پوره پوره اجرونه ورکړي. الله تعالی دې قبر منور او د جنت د باغیچو څخه یوه باغیچه وګرځوي.

رحمه الله رحمةً واسعة

الحاج مولوي سدوزی آغا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx