مشرفي مرتضی: راشد او مجیب زمونږ د بریا پرمخ ستر ګواښ دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۷ل): د بنګلدیش لوبډلې مشر مشرفي مرتضی ویلي چې دوی په اسیا جام سیالیو کې د افغانستان لوبډله له بل هیڅ لوبډلې کمه نه بولي او غواړي پر وړاندې يې خپله سل سلنه کارکردګي وړاندې کړي.

مشرفي مرتضی د یوه مرکې له مخې زیاته کړه چې د بنګلدیش لوبډلې لپاره د افغانستان پر وړاندې سیالۍ کې راشد خان او مجیب الرحمن اوس هم لوی ګواښ دی، چې پر وړاندې به یې له ځانګړي تکنیک څخه کار واخیستل شي.

نوموړي زیاته کړه چې مونږ باید په خپله لومړۍ سیالۍ کې د سرېلنکا پر وړاندې ښه کارکردګي وکړو، او زمونږ لپاره دغه بریا تر ټولو اړینه ده، که د افغانستان لوبډلې توپ اچونکي او د سرېلنکا تکړه الراونډرانو ته وکتل شي هر څه پيښېدلی شي.

نوموړي دتمریناتو ترسره کولو پرمهال د یوې مرکې له مخې زیاته کړه، که د سرېلنکا پر وړاندې بریالي شو د راشد او مجیب مخه به هم ونیسو، خو که بریالي نشو افغانستان ته ماتې ورکول به دوه چنده سخت وي.

د بنګلدیش لوبډله د افغانستان پر وړاندې په تېر جون میاشت کې د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ ترسره کړه چې بنګلدیش په کې په ۳-۰ له ماتې سره مخ شو، د مشرفي مرتضی په وینا د بنګلدیش لوبډله اوس هم د افغانستان توپ اچونکي په ځانګړي ډول راشد خان، مجیب الرحمن او محمد نبي څخه ویره لري.

د کرېکټ نړیوالې شورا ویبپاڼې لیکلي که څه هم د اسیا جام سیالۍ شل اوریزې نه دي خو د بنګلدیش لپاره د افغانستان سوکه توپ اچونکي (راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن) له ستر ګواښ نه کم نه دي.

د افغانستان لپاره په دغو سیالیو کې د بنګلدیش پر وړاندې بریا څو مهم پواینټونه لري، یو دا چې د افغانستان په شل اوریزو سیالیو کې بنګلدیش مات کړ چې اوس یې هم پر سر فشار دی، دویم دا چې سرېلنکا ته ماتې ورکول د بنګلدیش لپاره سخت دی، که مات شول فشار به پرې دوه چنده شي، درېیم د تکړه آلرانډر شکیب الحسن فټنس دی، نوموړی شاید د خراب فټنس له امله له سیالیو بهر شي، چې دا هم د افغانستان د بریا لپاره مهم ټکی دی.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان لوبډله به د بنګلدیش پر وړاندې خپله ګروپي سیالۍ په شلم سپتمبر پېل کوي، په داسې حال کې چې له دې وړاندې به دواړه لوبډلې خپلې لومړۍ سیالۍ د سرېلنکا لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د