د شیخ جلال الدین حقاني رحمه الله تعالی د وفات په اړه د شیخ المشائخ حضرت مولانا بشیر خلیفه صاحب د تعزیت او تسلیت پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو د شوروي او امریکا ضد مقدس جهاد د رښتیني رهبر، منلي او ویاړلي علمي ، روحاني، جهادي او مصلح ټولنیز شخصیت مرحوم مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله تعالی د وفات خبر تر لاسه کړ.  (انا لله و انا الیه راجعون)

الله تعالی دې مرحوم حقاني صاحب د جنت په اعلی مقاماتو ونازوي او د الله تعالی په دربار کې دې ټول تکالیف، هجرتونه، زخمونه، قربانۍ او ایثارونه قبول او مقبول وي.

بې له شکه د حقاني صاحب معشوقه دین، جهاد، تقوی او تزکیه وه، هغه په روان مقدس جهاد کې داسې کردار ولوباوه چې اسلامي امت به تل پرې ویاړي.

مرحوم مولوي حقاني صاحب سره زموږ او د مسلمانانو مینه د جهاد ، شریعت، اصلاح، تصوف او وطن سره د هغه بې کچې اخلاص او فداکارۍ په وجه وه او ان شاءالله وي به.

په پای کې د مرحوم حقاني صاحب د وفات له کبله د اسلامي امارت رهبري مقام، د هغه مرحوم کورنۍ ، خصوصاً فرزند او خلف صالح مجاهد ورور خلیفه سراج الدین حقاني او د دوی ټولو مجاهدینو او مخلصینو ته تسلیت او تعزیت وایو.

خداوند متعال دې د حقاني صاحب جهاد او خدمتونه قبول او په یوم القیامة کې د انبیاؤ، صالحینو او شهداؤ په ډله کې حساب او په بې شمېره احساناتو ونازوي.  امین ثم امین

خلیفه مولوي محمد اسحاق اخندزاده د جناب شیخ المشائخ مولنا الحاج بشیر خلیفه صاحب د کورنۍ او خانقاه په استازیتوب

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د