fbpx

سکاټ مېلر، دنده، افغانستان او د برخلیک ښکارندوینه یې

تاند حسین خېل

سکاټ مېلر تېره ورځ رسماً پر خپلې دندې (چې د ناټو ځواکونو عمومي قومنده ده) پیل وکړ، خو په لومړی ورځ ورته د خپل برخلیک ښکارندوینه وشوه، هغه داچې د افغانستان په ختیځ کې د یو امریکایي سرتیري وژل کېدل او د بل ټپي کېدل و.

نوموړی به هم لکه د پخوانیو جنګي جنرالانو په شان په افغانستان کې خپل ماموریت په داسې مهال ختم کړي، چې بې له ناکامیو به بل هیڅ کومه لاسته راوړنه نه لري.

که څه هم ”سکاټ مېلر“ د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره کتلي او دواړو مشرانو د نوموړي ټاکنه نېک فال بللی او تمه یې ښودلې چې ګواکې ”سکاټ مېلر“ به خپله ورسپارلې دنده په بریالۍ توګه پر مخ بوځي، خو ازمویل شوي مشران یې له ناکام برخلیک سره مخ شوي دی به هم له همدې برخلیک سره هرو مرو مخ کیږي.

بل لور ته امریکایي ورځپاڼو هم کښلي، چې مېلر پخوا هم افغانستان کې دنده ترسره کړې، د شپنیو عملیاتو له ستر مهارت څخه برخمن دی او د افغانستان له وضعیت سره اشنا دی.

خو د دغو ټولو تشو مبالغو باوجود، که څوک د بهرنیو ځواکونو پخوانیو جنرالانو ته نظر وکړي؛ په دې به پوه شي چې د ”سکاټ مېلر“ په اړه ټول ویل شوې خبرې د دښمن تش پروپاګند دی او هیڅ حقیقت نه لري.

ځکه افغانستان ته چې هر بهرنی جنرال راغلی، د دندې له پیل سره سم یې دومره لاپې وهلي چې د دندې تر ختمېدو پورې یې یو کار هم نه دی ترسره کړی او خورا په مړو سترګو یې خپل ماموریت بل جنرال ته سپارلی دی.

تاسې وګورئ! جنرال ”جان نېکولسن“ چې کله په خپلې دندې پیل کاوو ویلي و، چې دی به تر ۲۰۱۸ زیږدیز کاله پورې اتیا سلنه خاوره له طالبانو پاکوي، خو دا دی تېره ورځ یې دنده پای ته ورسېده او طالبانو اتیا سلنه خاوره په خپل کنټرول کې راوستې ده.

افغانستان چې یو لرغونی تاریخي پس منظر لري، وګړي یې نه غواړي تر څو د پردیو تر چتر لاندې سر ټیټې زندګي وکړي؛ ځکه به ”سکاټ مېلر“ هم د خپلو ناکام شویو جنرالانو پر پل قدم ږدي او هیڅ کومه لاسته راوړنه به نه لري.

خو ”سکاټ مېلر“ او ټول کهول ته یې په کار ده چې جګړه بس کړي، له ګران هیواد افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي، له طالبانو سره سوله وکړي او افغانان پرېږدي چې هیواد کې د خپلې خوښي شرعي نظام جوړ کړي او نور په امن فضا کې د هوسا زندګۍ ساه واخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د