fbpx

د هود عليه السلام د قوم (عاديانو) حالت! او د افغانستان د اوسني حالت سره يې ورته والی!

ژباړه: مطيع الله هدايت

((د هود عليه السلام قوم (عاديانو) هم بل کار نه درلودو، يوازې خوراک او څښاک يې کولو، بې ګټې او عبث ژوند يې تېرولو، په دوی کې ځينو په نورو دخپلو لوړو (دنګو) او لويو ودانيو له امله فخر کولوو، د دوی مالونه (سرمايه) په لوړو لوړو ودانيو مصرفېدله، دوی هر خالي ځای او لوړه ځمکه همداسې نه پرېښوده، په هغه يې ودانۍ جوړولې، لوړ لوړ بلډينګونه يې جوړول، دوی داسې کورونه جوړول لکه دوی چې دتل لپاره ژوند پکې کوي او هيڅ کله نه مړه کېږي، دوی دضرورت غير هم ودانۍ او بنګلې جوړولې، په داسې حال کې چې نورو خلکو د خوراک، څښاک او اغوستو لپاره څه نه شو پيداکولای، په دوی کې بې وزلو (غريبوخلکو) دومره ځای نه شو پيداکولای چې شپه پکې تېره کړي، دوی دومره کورونه لرل چې، د اوسېدو لپاره يې ورته څوک نه لرل (خالي ولاړ وو) چا به چې دوی او د دوی ماڼۍ وليدې، پوهه به شول چې دوی د آخرت په ورځ ايمان او باور نه لري، دوی ته به چې هود عليه السلام ددين دعوت ورکولو دوی به په هغه ملنډې او مسخرې کولې، بالاخره له سختې وچکالی سره مخ شول، کروندې اوباغونه یې داوبو دکمښت له امله وچ شول هره ورځ به باران ته انتظار وو، اسمان ته به يې کتل، ناڅاپه يې يوه ورځ وريځ وليده چې، د دوی خواته راځي، دوی ډېر خوشحاله شول، دوی داسې نارې وکړې: داده د باران وريځ، دا ده دباران وريځ، دوی له خوښی رقص (نڅا) کوله، ځينو به نورو ته ويل: هغه ده دباران وريځ هغه ده دباران وريځ.
په دې سره هود عليه السلام پوه شو چې عذاب راغی، هود عليه السلام دوی ته وويل: دا د مهربانی وريځ نه ده، بلکې دا باد (طوفان) دی او سخت دردوونکی عذاب پکې دی، همداسې وشول، سخت باد را غی، دوی داسې باد مخکې نه وو ليدلی، تيز باد راغی ونې يې له ريشو وايستلې، کورونه يې وران کړل، حيوانات يې پورته کړل، لرې لرې يې وغورځول، د دښتو شګې هم پورته شوې، فضا ټوله تياره شوه، دوی هيڅ نه ليدل، د دوی په زړونو کې وېره ننوتله، دوی خپلو کورونو ته ننوتل، دروازې يې په ځانونو پسې وتړلې، ماشومانو دخپلو مورګانو په غاړو کې لاسونه ور واچول، دوی په دېوالونو پورې ونښتل، دوی غارونو ته ننوتل، ماشومانو ژړل، ښځو چېغې وهلې، يو چا وويل: نن ورځ د الله جل جلاله څخه غير بل ساتونکی نشته. دا حال او وه شپې او اته ورځې وو، په دې سره ټول قوم هلاک شو، دوی داسې پراته وو لکه د خرما ونې چې په ځمکه لوېدلې وي، دا يوه حيرانوونکې ننداره وه، خلک مړه وه، مرغانو خوړل، کورونه وران وو، يوازې هود عليه السلام او مؤمنانو د خپلو ايمانونو له امله نجات وموند، عاديان د خپل کفر، غرور، تکبر، ظلم او داسلام سره د دښمنی له امله هلاک شول، په رښتيا چې عاديان په خپل رب کافران وو، د هود عليه السلام قوم عاد دی، لرې دې وي (ورک دې وي))

درنو لوستونکو!

له تفکر وروسته به تاسو ته مالومه شي چې د افغانستان اوسنۍ حالت هم کټ مټ همداسې دی، اکثريت افغانان لوړې لوړې ودانۍ جوړوي، ټوله سرمايه په ودانيو او عياشيو مصرفوي، وچکالي زياته ده، خلک د څښاک اوبه نه لري، ظلمونه او د خلکو حق خوړل، دمسلمانانووينې بهول ……..او ج ته رسيدلې دي.

درنو لوستونکو!

اوس هم وخت لرو راځی چې لاس په کار شو، دمسلمانانو سره همدردي وکړو، دظلم، عياشی، بې دينی، مذهبي اختلافاتو، يوپه بل د کفر ټاپو وهلو، اصراف، قتل او قتال نه لاس واخلو هسې نه پخپل لاس باندې ځانونه د هلاکت کندې ته واچوو او د هود عليه السلام د قوم په شان عام عذاب راباندې راشي.

په درناوي

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حاجی خراباتی
میلمه
حاجی خراباتی

وروره ، دوبی،سعودی عرب،مصر.ترکیه.پاکستان.مالیزیا او اندونیزیا له افغانستان څخه جګ ،جګ تعمیرونه لری،ولی په هغوی د عود ،قوم عذاب نه نازلیږی؟مسله دتعمیرونو نه ده مسله بل ځای کی ده،د افغانستان خلک سل په سله کی مسلمانان او په دین باندی پابند دی،نو وییلی شو چه د دین خبره هم نه ده.بلکه دا یوه استخبارتی جګړه ده ،چه د حل کیلی پیدا کول یی وخت نیسی،

شاهین محمدی
میلمه
شاهین محمدی

ورور جانه هانگاک چین او امریکا کی هم د طوفانونه شروع شوی دیری بی کوره او بی ځایه او تپیان کړي