فساد، جګړه او بې عدالتي زېږوي

لیکوال: سردار محمد همدرد

سردار محمد همدرد

هېواد مو اوس هم له ډېر بد حالت څخه تیریږي. روانه جګړه شاوخوا څلوېښتو کلونو ته ورسېده. بې روزګاري، بې عدالتي، ځان مرګي بریدونه او په کور او کلي کې جګړه دا هغه لویې ستونزې دي چې ورځ تر بلې ډېریږي، خو د حل لارې ورته نه پیدا کیږي. یو بل ناورین چې د دې بې چاره ملت په وړاندې رامنځ ته سوی دی، هغه په راتلونکي کې د اوږدې وچکالۍ او د اوبو نشتون دی چې دا به موجود کړاوونه یو په دوه کړي.

نه پوهېږو چې د دې وطن په قسمت ولې دومره لوی غم او ناورین رسېدلی دی. اوس خبره دا ده چې دا هر څه د وخت د چارواکو او مسوولینو ګناه ده او که د ولسونو؟ په دې ځای کې هم مسوولین ګناهګاره او بې ارادې دي او هم ولس د حق او باطل په جګړه کې خپل دروند مسوولیت نه دی ادا کړی. ولس باید له فاسد چارواکي څخه نفرت وکړي. هغه کسان چې د وطن په وړاندې معامله کوي، ملي ارزښتونه نه پېژني، هغوی نفي کړي او د هېڅ ډول سیاسون په سترګه ورته ونه ګوري او نه د ولس په توګه ورسره مرسته وکړي.

د افغانستان د غمیزې بنسټ هغه وخت کېښودل سو چې د داود خان غوندې وطن دوست انسان یې په شهادت ورساوه. بس له هغې ورځې وروسته دې وطن نه په کمونیستانو کې او نه هم په مجاهدینو کې ښه چوپان پیدا کړ.

دا اوسني سیاسون خو اکثره دوکانداران دي او په ناحقه ډول د سیاست خبرې کوي. خپل بزنس کوي، څوکۍ په پیسو پلوري. هغه څوک ډېر قدر لري چې پیسې یې زیاتې جمع کړې وي. دوی په ملي ګټو او ارزښتونو باندې څه پوهیږي؟ همدا وجه ده چې د دې وطن ناخوالې ورځ تر بلې ډېریږي.

ما شاوخوا یو کال په دوه ولایتونو کې ماموریت وکړ. پڅه اراده، د قدرت لېوني، دوکانداران، د پردیو جاسوسان، محافظاه کاران، د ګذارې ماموریت، د قانون نه حاکمیت، په ولسواکۍ بې باوري او پر سټیج شعار او دروغ مې ډېر ولیدل. کاشکي دا هرڅه یوازې تر ولایت پورې محدود وئ، بلکې رېښې یې تر مرکز کابل پورې غځېدلې وې.

ډېرې پوښتنې راته پیدا سوې. داسې کسان چې پخوا مې فکر کاوه چې پاک او وطن دوسته خلک دي، پر هغوی مې هم شکونه پیدا سول. د ټولو دا خبره ده چې دا وطن نه جوړیږي، ګذاره کوه پر قانون معامله وکړه او پیسې را جمع کړه، کنه نو یوازې به پاتې سې.

خو زه وایم په ټول عمر دې زه او وظیفه نه سره پیدا کوو، مګر هغه د حق او د وطن جوړونې اساسي لار چې مونږ غوره کړې ده، د دې لپاره به کار کوو، مبارزه به کوو او زه باوري یم چې یوه ورځ به د دې کاروان غړي ډېرېږي او ټول به په مفسیدینو پسې کوتک را اخلي او نه یوازې د روانو حالاتو، بلکې د تېرو حالاتو حساب به هم ورسره کوي.

په درنښت!