برنده غزل

مهاجرمدثر

مل مي شه چي ژونده غزل ولیکم
نن به ورته رنده غزل ولیکم

پرېږده! چي د ښکلو غورځۍ وتړي
ځم چي څلوربنده غزل ولیکم

زما له ببر سر نه به يې پيل کړو
ستا تر سپين مړونده غزل ولیکم

خوله د غزلبول به پرې خوږه کړمه
جوړه به له قنده غزل ولیکم

ورک کړي په خیالونو کي د خيال پاچا
زه چي کله برنده غزل ولیکم

ته به ترې چل زده کړې د خوږې مسکا
زه به شکرخنده غزل ولیکم

اوس يې مدثره! وريښمين لاس راکړ
څنګه به پابنده غزل ولیکم