د صلاح الدين ايوبي له خوا پر مدينه باندي د عيسويانو د بريد شنډول

عبدالمالک همت

په ۵۶۷ سپوږميز كال د اسلام  د نامتو اتل صلاح الدين ايوبي رحمة الله علیه له خوا د عبيديانو د وروستي واكمن العاضد پر نامه خطبه بنده سوه او بېرته د عباسيانو ( المستضئي ) پر نامه وويل سوه. په ۵۶۹ سپوږميز كال هغه د مصر او شام خپلواك واكمن سو. په ۵۸۳ سپوږميز كال يې د مسلمانانو لومړۍ قبله ( بيت المقدس ) د صليبي عيسويانو له (۹۱) كلنۍ شومي او ناولي ولكې څخه وژغورل او نور ډېر ملكونه يې هم د كفارو له چټلو منګولو وايستل، چي له مصر او شام څخه تر يمن او افريقا پوري يې يو پراخ اسلامي سلطنت ټينګ كړ. د ده په واكمن كېدو سره په مكه مکرمه او مدينه منوره كي د ده پر نامه خطبه وويل سوه او ده او د ده اخلافو مسلمانان د زياتو خوښيو او نېكمرغيو څخه برخمن كړل او د مكې د حج او د مدينې د زيارت په چارو كي يې ښې هوسايۍ راوستې.

په ۵۷۶ سپوږميز كال صليبي عيسويانو چي عكا نومی ښار لاندي كړی وو، پر مدينه منوره باندي د ناپاك بريد كولو او د نبوي مسجد او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مقدس قبر د ورانولو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارك جسد د وړلو پلان جوړ كړى وو. په دې موخه د كرك د كلا رئيس پرنس ارناټ  يا رينالډ نومي د ۵۷۷ سپوږميز كال د حسن حسين د مياشتي په لومړۍ نېټه د يك شنبې په ورځ خپل پياوړى پوځ له عكا څخه د مدينې پر لور وخوځاوه. هغه د څو بېړيو ټوټې سره بېلي كړې او پر اوښانو يې بار كړې. كله چي د ايله عقبې ته ورسېدى د عقبې په خليج كي يې هغه ټوټې بېرته سره واچولې او بيا يې د هغو څخه په استفاده ينبع نومي ښار ته نژدې د حوراء پر ساحل بريد وكړ. بيا يې پر قافلو بريدونه وكړل او د يوې ورځي په واټن مدينې منورې ته نژدې سول.

دغه مهال د اسلام ستر اتل غازي صلاح الدين ايوبي رحمة الله علیه ډېر سخت ناروغه وو او پوځونه يې هره خوا د صليبيانو سره په جګړو اخته وه. خو بيا هم د ايوبي كورنۍ يو قوماندان عزالدين فرخ شاه چي ښه چمتو والي يې هم نه درلود  او حسام الدين لؤلؤ، د پرنس ارناټ مخنيوي ته ورغلل او داسي يوه زوروره حمله يې پر وكړه چي د پرنس پوځ په زرګونو مړي پرېښوول او نور وتښتېدل. چي له دې وروسته پرنس د ختيځ پر اورشو هيڅ ټينګ نه سو. ( مختصر تاريخ خلافت اسلاميه، ۱۹۷مخ او دولت عثماني از اقتدار تا انحلال،۱۹۶مخ ).

ابن جبير په خپله سفرنامه كي د دغي پېښي يادونه كوي او وايي : ” كله چي اسكندريې ته ورسېدو ومو ليدل چي ډېر خلك د رومي اسيرانو ليدو ته ور درومي. اسيران يې چپه پر اوښانو سپاره كړي وه او ډول او سرنا يې پسي وهل. هغه د پوښتنو او د وركړل سوو معلوماتو پر اساس دغه كيسه كوي او وايي  چي دغو مسيحي پوځيانو د حاجيانو بېړۍ لوټ كړي وې، بل ځاى يې د حاجيانو شپاړس بېړۍ سوځلي وې، بيا چي عيذاب نومي ځاى ته رسېدلي وه د حاجيانو يوه بله بېړۍ يې نيولې وه. د عيذاب پر لار يې د حاجيانو بل كاروان لوټ كړى وو او ټول كاروانيان يې وژلي وه. د يمن د سوداګرو دوې نوري بېړۍ يې چي د مكې او مدينې د يو كلني آذوغي څخه ډكي وې هم سوځلي وې او د يوې ورځي په واټن مدينې منورې ته نژدې سوي وه چي له مصر او اسكندريې څخه د مسلمانانو بېړۍ پسي ورورسېدې او له بله پلوه د نامتو حاجب لؤلؤ نومي په قومانداني هم مغربي سمندرې پوځ پسي ورورسېد. چي د جګړې په پايله كي ځيني مسيحيان ووژل سول او ځيني اسير ونيول سول. ( وګورئ سفرنامۀ ابن جبير ۹۲ مخ ). د فضائل المدينة المنوره په (۲/ ۲۵) مخ كي ليكي چي له دې امله اتل ايوبي رحمة الله علیه پتېيلې وه او نذر يې ايښى وو چي د كرك دغه واكمن ارناټ نومى به نيسي او په خپل لاس به يې وژني. نو هغه وو چي په ۵۸۳ سپوږميز كال يې هغه د حطين په جګړه كي اسير كړ او په خپل لاس يې وواژه. رحمت دي وي پر دغسي هوډمنو او رښتينو مسلمانو رهبرانو او مرګ دي وي د كفارو پر ګوډاګيانو او د مسلمانانو پر خواروونكو باندي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د