
د امریکا دفاع وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته راغی
ټاکل شوې ده چې جيمز ماتيس به په افغانستان کې له ميشتو امريکايي عسکرو او ناټو ځواکونو عمومي قومندان او د ګډ حکومت له مشر محمد اشرف غني سره هم وګوري.
تر دې دمه د ماتيس د سفر د موخې په اړه څه نه دي ويل شوي خو په دې وروستيو کې امريکا په افغانستان کې د خپلې جنګي ستراتيژۍ په تغير فکر کوي چې ګومان کيږي دغه سفر به هم د هغې ستراتيژۍ د لړۍ برخه وي.
تر دې وړاندې تيره ورځ د امريکا د د بهرنيو چارو وزير مايک پمپو اسلام اباد ته سفر کړی و او پاکستاني چارواکو سره يې د سيمې د وضعيت په اړه خبرې کړې وې.
له پاکستان څخه د پمپو له ستنېدو وروسته د دغه هيواد نوي ټاکل شوي لومړي وزير عمران خان په تازه څرګندونو کې ويلي دي چې هيواد به يې نور د بل چا د جګړو له پاره کار ونه کړي.
تر اوسه د امريکا ددفاع وزير د سفر د موخې په اړه څه نه دي ويل شوي، خو په دې وروستيو څو مياشتو کې کابل ته د ماتيس دا دوهم سفر دی.