د ځیګر لپاره ګټور او زیانونکي خواړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۷ل): ځیګر د انسان په بدن کې د سترو او مهمو اعضاو څخه یو دی، چې په بدن کې د ۵۰۰ نه زیات کارونو کې مرسته کوي، لکه د وینې صفایي، زهرجن مواد ویستل، خوراکي شیان په قوت بدلول، ویټامنز زخیره کول او داسې نور، په همدې اساس ویلی شو چې د انسان روغتیا د هغه ځیګر روغتیا پورې تړلې ده.

ځیګر د انسان په ټول بدن کې یوه مهمه برخه ده، هر څه چې خوړل کیږي لومړۍ ځیګر ته انتقالیږي چې له هغې وروسته په ځیګر کې له ځینې عملیو وروسته د بدن نورو برخو ته انتقالیږي، دغه خواړه کوم چې ځیګر ته ځي که سم وي ګټور که ناسم وي زیانمن ثابتیږي.

هغه خواړه چې ځیګر ته ګټه رسوي:

شنه سبزي

د شنو سبزیو زیات خوړل مو همغومره ځیګر پیاوړی کوي، شنه سبزي په طبیعي ډول ځیګر پیاوړی کوي او ددې په پاکوالي کې مرسته کوي.

ویټامن سي

له ویټامن سي څخه ډک خواړه، لکه تروشه مېوه او داسې نور د ځیګر په پاکوالي او له ځیګر څخه غوړوالی او وازده کموي.

زیاتې اوبه څښل

د اوبو کمښت بدن کې د ځیګر په ګډون د یو شمېر ناروغیو لامل جوړیږي، هره ورځ تر اتو یا لسو ګېلاسو اوبه څښل د ځیګر د پاکوالي عمل کې غوره والی راولي، چې د ناروغیو څخه یې ژغوري.

د سره کړي خواړو کم استعمال

سره کړي خواړه (جنک فوډ) د ځیګر په خرابولو کې خورا ستر رول لري، سره کړي خواړه کې شته غوړ پر ځیګر راټولیږي، چې د سوزش او نورو غوارضو لامل ګرځي.

کمه بوره

خواږه خواړه یا څښاک د هر چا خوښ وي خو ددې زیات استعمال د ځیګر ناروغۍ زیږوي، ددې ستر وجه داده چې په عام ډول خواږه د ځیګر خلاوې کنترولوي، خو کله چې خواږه زیات شي ځیګر لپاره ددې کنترول ستونزمن شي او ستر زیان رامنځته کوي، پکار داده چې د بورې استعمال کم او په اندازه وشي.

کافي څښل

د یوې څیړنې له مخې ویل شوي چې یوه اندازه کافي څښل د ځیګر ناروغیو ګواښ کمولو کې مرسته کوي، ددې لامل په کافي کې شته اکسایډ دي، خو پام مو وي چې زیاته کافي څښل د ګټې پرځای زیان اړوي.

ماهي خوړل

ماهي د پروټین خپلولو ترټولو ښه وسیله ده چې د ځیګر په روغ ساتلو کې خورا ګټور دی، په ماهي خوړلو سره بدن ته (امینو اسیدونه، او اومیګا تري فیټي اسیدونه) رسیږي چې په ځیګر کې د زیانونکي غوړ به مخنیوي کې مرسته کوي.

کمه مالګه

بدن که څه هم مالګې ته اړتیا لري، خو که زیاته استعمال شي او یا هم زیات نمکین خواړه وخوړل شي، په دې سره په ځیګر کې ابتدایي ناروغۍ رامنځته کیږي، ددې لپاره د مالګې او نکینو خوړو معتدل استعمال ددغه ناروغۍ مخه نیولی شي.

هغه خواړه چې د ځیګر خرابوالي لامل کیږي:

الکول لرونکي څښاک

هر هغه څیز چې د اسلام له نظره حرام ګڼل شوی د انسان روغتیا ته زیان رسوي او کولی شي انسان په بېلا بېلو ناروغیو اخته کړي. نو پر همدې اساس الکول لرونکي مشروبات څښل د ځیګر فعالیت زیانمنوي او کولی شي د انسان ځیګر تخریب کړي، الکول لرونکي مشروبات په ځیګر کې د فلتر کولو وړتیا له منځه وړي.

سورخي غوښه

په سورخي غوښه کې غوړ له اندازې زیات وي، ددې استعمال د ځیګر لپاره هلاکونکی ثابتیدلی شي.

ممیز/کشمش

که له یو اړخه ممیز د روغتیا لپاره ګټور خواړه دي، خو باید په مناسبه اندازه استعمال شي، ځکه په ممیز کې یوازې خوږوالی او کالوریز نه بلکې ځیګر په پړسوب اخته کوي.

سګریټ څکول

سګریټ څکول یو له هغو ناوړه عملونو څخه دی چې کولی شي انسان په ډیرو بېلا بېلا او وژونکو ناروغیو اخته کړي، سګریټ سربیره پر دې چې ځیګر زیانمنوي انسان د سږو په ناروغیو هم اخته کولی شي، په سګریټ کې شته کیمیاوي مواد په ځیګر فشار راوړي کوم چې په پایله کې د ځیګر حجرات له منځه وړي.

د خوب کموالی

د خوب کموالی هم د یو شمېر ناروغیو لامل ګرځي، څیړنو ثابته کړې چې کمه اندازه خوب په ځیګر فشار راوړي، دغه فشار په ځیګر کې ځینې راډیکالونه تولیدوي کوم چې د ځیګر حجراتو له منځه وړلو سره ځیګر زیانمنوي او یا يي هم له منځه وړي.

همدا ډول ویل شوي چې د شپې ډوډۍ خوړلو نه سمدلاسه وروسته بیده کېدل هم ځیګر په ناروغۍ اخته کوي، سربېره پر دې ذهني فشار او ورزش نه کول هم په ځیګر کې د بېلا بېلو ناروغیو رامنځته کولو لامل ګرځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د