د مولوي جلال الدین حقاني یاد/ وحید مژده

لیکنه: وحید مژده

ژباړه: زرملوال

د افغانستان د مسلمان ملت په جهادي تاریخ کې ډیر قهرمانان د مبارزې میدان ته راغلي او حماسې یې پنځولې، چې د دې قافلې له سرلارو یو هم  مولوي جلال الدین حقاني و.

هغه په افغانستان کې د اسلامي نهضت له سرلارو څخه و چې په خدام الفرقان تنظیم کې د عضویت له وخته یې مبارزه پیل کړې وه. د غزني په شلګر کې نورالمدارس مدرسه هغه روزنځای و چې د مولوي جلال الدین حقاني او مولوي نصر الله منصور په شان د توحید د لښکر ډیرو سپاهیانو ترې دکلمة الله د لوړتیا په مقصد د مبارزې توغ پورته کړی و.

ما د جهاد په دوران کې له مرحوم حقاني صاحب سره ډیره ناسته ولاړه نه درلوده، اما د جهاد په مرحله او وروسته د طالبانو په دوره کې مې ورسره څو ځله ملاقات د دې لپاره کافي و چې د هغه د ستر شخصیت بیلابیل ابعاد درک کړم.

د دې ملاقاتو خال خال مطالب مې په زړه دي.  یو وار مې هڅه وکړه له هغه څخه په ۱۳۵۴ لمریز کال کې د داود خان په خلاف د قیام اړوند خاطرې واورم. خو هغه په دې اړه له ډیر څه ویلو سره علاقه نه درلوده. په هغه پاڅون کې د نیول شویو او اعدام شویو ملګرو یادونه یې په افسوس سره کوله او په دې اند و چې هغه پاڅون تر وخت وړاندې و. حقانی صاحب وویل چې کلی یې د داود خان په وخت کې دولتي قواوو کلابند کړ تر څو دی ونیسي، مګر دی وتوانید چې د محاصرې له کړۍ ځان وباسي.

د حکمتیار او احمد شاه مسعود تر منځ د اختلاف په اړه مې له حقانی صاحب نه یو جالبه خبره واوریده. ده ویل چې حکمتیار نه غواړي دوهم نفر واوسي او مسعود بیا دا نه مني چې حکمتیار دې اول کس وي. مشکل همدا دی! په دې اړه هغه د داود خان د وخت یوه خاطره هم یاده کړه، کله چې په پیښور کې د مجاهدینو تر منځ د مشر ټاکلو لپاره رایه اچونه وشوه په پایله کې یې د حکمتیار په ځای قاضي محمد امین وقاد یا خالد فاروقي؟( له یاده مې وتلي چې کوم یې وښود) د مشر په حیث وټاکل شو. حقاني صاحب د دې ټاکنې په وړاندې د حکمتیار د عکس العمل او جنجال کیسه هم بیان کړه.

په افغانستان کې له کمونیستي کودتا وروسته مولوي جلال الدین حقاني له مولوي محمد یونس خالص سره یو ځای د حکمتیار په حزب اسلامي کې شامل شول. کله چې حزب او جمعیت اتحاد وکړ او د مرحوم مولوي محمدنبي محمدي په مشرۍ یې د حرکت انقلاب اسلامي په نوم نوی تنظیم رامنځته کړ.مولوي خالص او حقاني صاحب له دې تنظیم سره یوځای نه شول او د حزب اسلامي تر پخواني نوم لاندې یې فعالیت جاري وساته. وروسته چې حزب او جمعیت بیا مستقل فعالیت شروع کړ او د حرکت په نوم له تنظیم نه جدا شول مولوي خالص د اسلامي حزب تر نوم لاندې خپل تنظیم فعال وساته چې مولوي جلال الدین حقاني یې د افغانستان په جنوب کې تر ټولو ځواکمن قومندان و.

جلال الدین حقاني د داود خان په وخت کې تر دولتي تعقیب لاندې و او د ثور له کمونیستي کودتا وروسته د کابل رژیم په غیاب کې محاکمه او په اعدام محکوم کړ. هغه وخت د مجاهدینو خلاف د کابل رژیم دتبلیغاتو یوه برخه د حقاني صاحب په ضد تبلیغاتو ته ځانګړې شوې وه. د سرو لښکرو له وتلو وروسته لومړنی ښار چې د مجاهدینو لاس ته ولوېد، د خوست ښار و چې د مولوي جلال الدین حقاني مجاهدینو فتحه کړ.

د نجیب د رژیم له سقوط وروسته په هیوادکې د تنظیمي جګړو اور ولګېد، د مجاهدینو حکومت مولوي جلال الدین حقاني ته د وزارت پیشنهاد وکړ، خو هغه د وزارت د څوکۍ منلو په ځای د کورنیو جګړو د اور سړولو لپاره هڅې پيل کړې. حقاني صاحب څه موده د ارګ او چهار اسیاب تر منځ وګرځېد، خو هغه وخت یې له دې هڅو لاس واخیست کله یې چې سوله ییز کاروان د کابل بالاحصار ته نږدې د جنرال دوستم د ځواکونو تر برید لاندې راغی او څو تنه مجاهدین یې شهیدان او ټپیان شول. په دې ډول نوموړی دې پایلې ته ورسید چې د لومړي کس کیدلو او له لومړیتوب څخه د مخنیوي جنګ خطرناک اړخونه پیدا کړي دي نو ځکه یې ښه وبلله چې له دې بې ثمره منځګړیتوبه لاس واخلي.

خو دا لاس اخیستنه په دې معنی نه وه چې نوموړی دې له جهادي فعالیتونو په شا شي.په همدې وخت کې د اسلامي نړۍ په یوه بله برخه کې مسلمانانو اسلحې ته ضرورت ته درلود. په سوډان کې اسلامي دولت د (جان ګارنګ) په نوم د دې هیواد د پوځ له یوه مسیحي جنرال سره په جګړه بوخت و. غربي نړۍ هم د مسیحي جنرال حمایت کاوه، هغه وخت مولوي جلال الدین حقانی د خوست په ښار ولکه درلوده چې د ښار هوایي ډګر د الوتکو د ناستې او پرواز لپاره آماده و. مولوي جلال الدین حقاني د سوډان اسلامي دولت ته حال ورکړ چې د جهاد له دوره ورپاته وسلې د مجاهدینو مال دی، که د سوډان اسلامي دولت سپکو او درنو وسلو ته ضرورت لري نو دی کولای شي د خپل توان تر حده ورسره مرسته وکړي. هغه په دې ډول د یوې سوډانۍ الوتکې په توسط یوه اندازه وسلې د سوډان د مسلمانانو د مرستې لپاره ورولیږلې.

د جهاد په دوران کې ګڼ شمیر عرب مجاهدینو د حقاني صاحب تر څنګ د شوروي لښکر په خلاف جهاد وکړ، مصطفی ابوحامد( ابوالولید المصري) په خپل کتاب ( ثرثرة فوق سقف العالم) کې د مولوي جلال الدین حقاني او دهغه د ملګرو یادونه کړې، شهید عبدالله عزام په خپله وصیت نامه کې لیکلي چې زه دغه وصیت نامه د مولوی جلال الدین حقاني په کور کې لیکم، هغه خپلو پیروانو ته توصیه کړې چې د مولوي جلال الدین حقاني احترام وساتي.

حقاني صاحب د طالبانو د قیام په لومړیو ورځو کې له دې خوځښت سره یوځای نه شو، مګر کله چې طالبان د نوموړي د واک ساحو ته ورنږدې شول، حقاني صاحب یې استقبال وکړ، د طالبانو په حکومت کې هغه د سرحداتو وزیر و.

د طالبانو په دور کې مې د سرحداتو په وزارت کې له ده سره ولیدل. هغه مهال نوموړی د پکتیکا په تروو اوبو سیمه کې له پاکستان سره د یوه سرحدي جنجال په حل کولو بوخت و. په دې سیمه کې د پاکستاني ځواکونو په ټونګ د سلیمان خیلو کورونه سوځول شوي وو. حقانی صاحب ویل چې پاکستان د کرښې داوړو غاړو ته پراته قومونه په جنګ سره اچوي تر څو د کرښې په اوږدو کې خپل تاڼې رامخکې کړي. هغه وخت نوموړی د د دې ستونزې د حل لپاره پاکستان ته لاړ، د سرحدي جنجالونو په اړه یې له نواز شریف سره ولیدل. د طالبانو دریځ دا و چې افغانستان اوس په داسې وضعیت کې نه دی چې له پاکستان سره د ډیورنډ د کرښې ستونزه یو طرفه کړي. نو د کرښې  په اوږدو کې د جنجالونو د مخنیوي لاره دا ده چې داوړو غاړو ته دې د داود خان د وخت سرحدي پوستې معلومې کړای شي او پاکستاني ځواکونه چې له دې پوستو د افغانستان اړخ ته تېر شوي بیرته دې شاته لاړ شي. نواز شریف په دې اړه توافق وکړ، او خپل  داخله وزیر افتاب احمد خان شیرپاو ته یې لارښوونه وکړه چې دغه توافق اجراء کړي. اما څو ورځې بعد د جنرال مشرف په کودتا سره د نواز شریف حکومت ونړېد او دغه ستونزه نا حل شوې پاته شوه.

د سبتمبر د یوولسم له پیښې وروسته امریکا په افغانستان حملې ته ځان جوړاوه چې پاکستان هم له دې یرغل څخه ملاتړ اعلان کړ،مولوي جلال الدین حقاني پوه شو چې سخت دوران را روان دی نو هماغه و چې د ډیورنډ کرښې په دواړو اړخونو کې یې په خپلو خلکو د جهاد له دور نه د راپاته وسلو او مهماتو ویش پیل کړ. د ډیورنډ کرښې ته نږدې خلک څو ورځې د مولوي جلال الدین حقاني له ډیپو ګانو څخه د وسلو په انتقال بوخت وو د توزیع شویو وسلو مقدار تر زرګونو ټنو رسیده.

قبایلي خلک په دې ډول په سپکو او درنو وسلو مسلح شول او همدا وسلې وې چې وروسته یې پاکستاني طالبانو ته له پاکستاني پوځ سره د جنګ توان ورکړ. پاکستانی پوځ د کلونو جګړو په لړ کې په مټه خوارۍ وتوانید د هغو قبائلو مقاومت مات کړي چې د مولوي جلال الدین حقاني له ډیپوګانو مسلح شوي وو. خو متقابلا پاکستان هم له مولوي حقاني نه سخت غچ واخیست، د هغه څلور زامن محمد، عمر، ډاکټر نصیر الدین او بدرالدین په یوه نه یوه ډول د پاکستان په استخباراتي همکارۍ د امریکایانو لخوا په بیلابیلو سیمو کې ووژل شول. د حقاني صاحب بل زوی انس قطر ته د سفر په مهال په بحرین کې د هغو معلوماتو په اساس ونیول شو چې پاکستان له امریکایي استخباراتو سره شریک کړي وو.

په افغانستان د امریکا د برید په مهال د مولوي جلال الدین حقاني کور او د خوست د مټاچینې په سیمه کې دده مدرسه بمبار شوه، هغه وخت د عربو یو شمیر کورنۍ چې له کابل او نورو سیمو خوست ته راغلې وې په دې مدرسه کې یې اړولي وو. عیني شاهدان وایي له بمبار وروسته د عربو ښځو ټوټه شوي بدنونه چې د ځینو یې حتی ماشومان هم په غیږو کې وو په خپلو حجابونو کې مو ونغښتل او په ډلییز قبرونو کې مو دفن کړل.

د دې بمبار په مهال د کور د چت یو اوسپنیز ګاډر د مولوي جلال الدین حقاني په سینه راوغورځید او سخت یې ټپي کړ، دا امریکایان و چې د هغه حقاني په وړاندې یې جنګ پیل کړ او ورپسې یې د هغه په سر  ۲۰ میلیونه ډالر انعام کيښود چې د شوروي ضد جهاد په وخت یې په سپینه ماڼۍ کې د هغه هرکلی کړی و.

هغه څوک چې د کمونیستانو په وخت کې د کابل رژیم په اعدام محکوم کړی و. هغه څوک چې د شوروي اتحاد ځواکونو یې په ټول توان د وژلو هڅه کوله، په داسې حال کې یې خپل روح د د ارواحو مالک ته وسپاره چې امریکایان یې هم په لټه کې وو تر څو یې ووژني. حقاني که څه هم شهید نه شو، خو په خپل طبعي مرګ یې د دښمنانو په زړونو کې د حسرت داغ په ځای پریښود.

الله تعالی دې د بدر او احد له شهیدانو سره راپاڅوي. آمین