fbpx

د خوست د فتحې خاطره

عبدالرحیم (ثاقب)

د ۱۹۹۱ میلادي کال د اپریل میاشت وه چې د اوس په څیر د کمونیستي نظام حاکمیت یواځې د لویو ښارونو تر مرکزونو پوري محدود شوی و .

د مرحوم مولوي جلال الدین (حقاني) تر مشرۍ لاندې مجاهدینو له څلورو خواوو د خوست پر ښار فاتحانه عملیات پیل کړي وو.

مونږ ۷ نفره طالبان چې د هغو له جملي څخه شهید مولوي محمد جان رحمه الله هم و له بړي څخه چې د مجاهدینو د میشتیدنې عملیاتي مرکز و سهار وختي د خوست په عملیاتو کې د ګډون لپاره د جګړې لومړۍ کرښې ته روان شوو..

بړی د خوست په سهیل کې غلام خان ته نیږدي سیمه ده چې له ډیورنډ کرښې سره تقریبا په صفري نقطه کې موقعیت لري.

د خوست پر ښار د جګړې لومړۍ کرښې ته په نیږدې کیدو سره د دولتي جنګي الوتکو بمونو او د مجاهدینو د توپونو دودونو د خوست ښار پسرلني فضاء په تورو لوخړو پوښلې وه.

مونږ خوست ښار ته د شمل خوړ له لاري د جګړې لومړۍ کرښې ته چې بلکل د ښار څنډې ته رسیدلې وه داخل شوو.

غرمه مهال نوي هوايي دګرته څیرمه یوه کلي ته ورسیدو چې خلګ یې ټول د جګړې له امله کډه شوي وو.

د ماسپښین تر لمانځه وروسته د جګړې د همدې سیمي د لومړۍ کرښې قومندان مرحوم ظفر حاجې ته ورسیدو او سمدستي له هغه سره یوځای په عملیاتو کې شریک شوو.

دا هغه مهال و چې نور د خوست د نوي هوايي ډګر لخوا د دولت جنګې کرښه ماته شوې او مجاهدین په ډیره چټکي سره د ښار په لوري په پرمختګ کې وو.

ماښام د خوست هوايي ډګر هغو پوستو ته ور ورسیدو چې تازه دولتي ځواکونو تخلیه کړې او ډیر پوځي مهمات تري پاتې وو.

شپه مو د هوايي ډګر په لومړي کمربند کې تیره کړه چې شیبه شیبه به د درژیم د عسکرو تر برید لاندې راتلو.

سهارتر لمرختو وروسته چې کله دولتي ځواکونو ولیدل چې مجاهدین د هوايي ډګر لومړیو پوستو ته رسیدلي نو هغوی یو په بل پسي د ښار په لوري ځانونه ټولول او مجاهدین د هغوی په تعقیب په چټکي سره په یادو پوستو کې ځای په ځای کیدل.

مونږ په خپلو سترګو ولیدل چې مونږ ته ډیر نیږدي ګلم جم ملیشو له یوې پوستې څخه د هوايي ډګرمنځ ته په ځغاسته وو، مونږ سمدستي هغوی تعقیب او چې پوستې ته ورنیږدي شوو د پوستې په ورودې دروازي کې یې راباندې پیرونه وکړل.

خو زمونږ ملګرو ورباندې متقابلا د آر پي جی وار وکړ.

هماغه و چې پير کوونکی ګلم جم پوه شو چې مقاومت یې بي ځایه دی نو له خپل کلاشینکوف سره چې تازه يي د ۴۵ مرمیو اوږد جوجوری (جاغور) وربسته کړی و د لاس په پورته کولوسره تسلیم شو.

د کلا داخل ته په ورننوتلو سره اووه تنه نور ګلم جم هم زمونږ په لیدو تسلیم شول. مونږ ژر ژر د هغوي وسلې ترې راټولې او تسلیم شوي ګلم جم مو هغو مجاهدینو ته وسپارل چې تسلیم شوي کسان به یې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه خوندي سیمې ته رسول.

دلته مو لا ۱۵ دقیقي وخت نه و تیر شوی چې د نوي هوايي ډګر له منځه دولتي عسکر د ښار په لوري په منډه او مجاهدین ور پسي وو.

بالاخره مونږ د هوايي ډګر یوه څیر (جر) ته ورسیدو چې دولتي ځواکونو هغه د مجاهدینو له پیرونو څخه د ځان ژغورنې په خاطر کیندلی و.

هلته په ور رسیدو محاصره شوو، نه له هغه ځایه د مجاهدینو خواته را تللی شوای او نه هم د دښمن په تعقیب پسي د ښار خواته.

د مخابري په وسیله مو د مجاهدینو توپجي ځواک ته چې د جګړې له کرښې لیري له بي ام ۱۲ ، او ډي سي توپونو سره ځای پرځای وو د ځان د محاصره کیدو خبر ورکړ.

د مجاهدینو توپچیانو په خورا دقت سره د دښمن هغه هدف چې مونږ يي محاصره کړي وود بي ام ۱۲ تر برید لاندې ونیو.

مونږ د هغې ورځې تر ماښام پوري همالته محاصره وو.

ماښام په تیاره کې نور مجاهدین راته راورسیدو او زمونږ یو تن شهید مجاهد چې ابو مسلم التونسی نومیده او د تونس هیواد تبعه و له همدې ځایه نقل کړ.

سهار چې د حمل د میاشتې نهمه نیټه وه مجاهدین نورهم ښار ته ورنیږدي شول یو هلیکوپتر او یوه باروړنکې الوتکه یې راوغورځوله او نوي هوایې ډګر له ټولو امکاناتو سره په غوڅه توګه د مجاهدینو لاس ته ورغي .

د حمل په لسمه نیټه د خوست د لښکر کوټ په شاوخواکې ټول امنیتي کمربندونه او پوځي پوستې فتح او د دښمن په پوځي قطعاتو او نظامي مرکزونو ماتې ګډه شوه ( حقاني) صاحب رحمه الله د خوست د فاتح قومندان په توګه له توري غاړې څخه د خوست د عملیاتو سوق او اداره کوله.

زما ښه یادیږي چې مونږ د خوست په نوي هوايي ډګر کې وو ( حقاني) صاحب د عمومي مخابرې له لارې د جګړې د کرښې ټولو قومندانانو ته هدایات ورکول چې خوست نور فتح دی او هرچیرته چې دولتي ځواکونه سپین بیرغ پورته کړي د هغوی سر او مال خوندی دی ، هغوی به خوندي سیمو ته رسوي او هیڅ تکلیف به نه ورکوي.

بله هغه مشخصه چې ما د ( حقاني) صاحب په قومانده کې ولیده چې هغه ته د جګړې د لومړۍ کرښې د هر جنګي قومندان موقعیت داسې ور معلوم وه لکه ده چې په سترګو لیده .

حقاني صاحب به په هر یوه قومندان د هغه په نوم اخیستو سره غږ کاوه او ورته ویل به یې چي فلانیه ته ور مخکي شه …او فلانیه ته په همدا خپل ځای پاتي شه.

وروستۍ خبره چې یې زما په یاد ده هغه دا چې د حمل د میاشتې په ۱۱ نیټه چې د متون بابا په غونډۍ کې د دافع هوا ۱۰۵ قطعه، د مخابرې ۱۰۴ قطعه او د استحکام کنډک فتحه شول مر حوم حقاني صاحب حاجي خلیل ( حقاني) ته د مخابرې له لارې د متون غونډې ته د ور ختو امر ورکړ .

هماغه وه چې نور ټول خوست ښار په غوڅه توګه د مجاهدینو لاس ته ورغي، د ډاکټر نجیب مرستیال ، د مرکزي کمیټې منشي او د دفاع وزارت مرستیال ډګر جنرال نظر محمد سوله مل او د خوست د فرقي قومندان جنرال ګل اقا په شمول د رژیم ۲۰۰۰ تنو په شاوخوا کې پوځي افسران ، عام سرتیري او ګلم جم ملیشه یان مجاهدینو ته تسلیم شول.

د مرحوم (حقاني) صاحب په لاس د خوست فتح کول په افغانستان کې د کمونیستي رژیم د سقوط پیلامه شوه چې د کمونیست رژیم مشر ډاکټر نجیب د مجاهدینو لخوا د خوست فتح کول له ځانه څخه په جامو ایستلو تعبیر کړه …

خدای تعالی دي د خوست د فاتح او د کمونیزم نړوونکي اتل مرحوم مولوي جلال الدین (حقاني) روح په جنت الفردوس کې هوسا کړي ..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د