fbpx

ای بي ډیویلیئرز پاکستان سوپر لیګ کې د ګډون اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۷ل): د سویلي افریقا کرېکټ لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړي ای بي ډیویلیئرز وړمه ورځ په پاکستان سوپر لیګ کې د ګډون اعلان وکړ چې د یاد لیګ په څلورم پړاو کې به راښکاره شي.

د پاکستان سوپر لیګ په ټویټر پاڼه د یوې خپرې شوې ویډیو لخوا ډیویلیئرز د یاد لیګ په ۲۰۱۹م پړاو کې د ګډون اعلان وکړ، او زیاته یې کړه چې دده په ګډون به دغه پړاو د تېرو پړاوونو په پرتله مختلف وي.

د پاکستان کرېکټ بورډ مشر احسان مانی د ډیویلیئرز په ګډون خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې په دې سره به ځوان لوبغاړي وکولای شي ډیر څه نوي زده کړي، څرګنده نه ده چې ډیویلیئرز به د کومې لوبډلې لخوا پېرل کیږي.

د مۍ میاشتې په ۲۳مه نېټه ای بي ډیویلیئرز له ۱۴ کلن کیریئر وروسته د هر ډول نړیوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه، خو په جولایي میاشت کې يې یو ځل بیا پیغام خپور کړ چې په تجارتي سیالیو (IPL) او داسې نورو کې راڅرګند شي.

نوموړی چې په توپوهنه او شپږیزو وهلو کې یې ځانګړی نوم درلود او بې شمېره مینوالو به دده لوبې کتلو ته بېتابه وو، د یو شمېر ریکارډونو سره مخه ښه کړې وه، خو اوس به یې یو ځل بیا راتګ ته مینوال د انتظار شیبې شمیري.

راپورونه زیاتوي چې په راتلونکي لیګ کې به د استرالیا ستر لوبغاړي ډیویډ وارنر او سټیو سمیت هم ګډون کوي چې په اړه یې د پاکستان کرېکټ بورډ ورسره خبرې روانې کړي دي.

مسټر (۳۶۰) په توپوهنه کې د ځانګړې شپږیزو وهلو سټایلونه لري، چې په ملیونونو مینوال یې یوازې د همده لپاره لوبه ګوري، نوموړی اوسمهال په نړیوالو سیالیو کې د چټکې پنځوسیزې، چټکې سلیزې او چټکې ۱۵۰ منډو جوړولو ریکارډونه هم پخپل نوم لري.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ د خراب امنیتي وضعیت له کبله له هېواده بهر په عربي اماراتو کې ترسره کیږي، چې په څلورم پړاو کې به شپږ لوبډلې (پشاور زلمي، لاهور قلندرز، کراچي کینګز، کویټه ګلډیئټرز، ملتان سلطانز او اسلام اباد یونائټډ) لوبډلې ګډون کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د