د سولې عالي شورا وایی پاكستان ته د سولي لپاره پلاوی استوي

نن ټکی اسیا (شنبه،۱۷وږی ۱۳۹۷ل): کابل ته د امریکا د دفاع وزیر جیمزمیتیس ترناڅاپي سفر او له چارواکو سره تر لیدنو کتنو وروسته، د سولې عالي شورا ويلي چي، ډېر ژر به یې يو پلاوى پاکستان ته سفر وکړي، ترڅو د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په اړه له پاکستاني چارواکو سره وغږېږي.

د سولي د شورا مرستيال عطاء الرحمن سليم رسنیو ته ویلي، که څه هم تراوسه د دغه سفر نېټه دقیقاً نه ده ټاکل شوې خو په وینا یې پاکستان ته یې د پلاوي د ورتګ خبر ورکړی او دوى د پاکستان لخوا د ځواب ته په تمه دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په تړاو د دوى او امريکا هڅې په پوره همغږۍ ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي دیپلوماتانو په یوازي سر په قطر کې له طالب استازو سره د سولي ابتدائي خبري اتري ترسره کړي. او ویل کیږي چې د روانې میاشتې په اوږدو کې به یوځل بیا د دواړو لوریو ترمنځ یو په یو لیده کاته ترسره شي.

په دې وروستیو کې امریکایی چارواکو ډیپلوماتیکي هڅي ګرندۍ کړي ترڅو افغان جګړه له طالبانو سره د سیاسي تفاهم له لاري پای ته ورسوي.

په دې لړ کې د امريکا د دفاع وزير جېمز ماټيس پرون د جمعې په ورځ کابل ته په ناڅاپي سفر راغی، له ولسمشر غني او اجرائیه رئیس سره یې وکتل، د ارګ په وينا، لیدنه کتنه یې د سولې په تړاو وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د