نوکیا د لومړي ځل لپاره د پنځو کامره والا ځانګړی ځیرک مبایل وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۷ل): په ځیرک مبایلونو کې د غوره کیفیت لرونکې کامرې لپاره د زیاتو لینزونو اړتیا وي، چې د زیاتو کامرو سره زیات لینزونه درلودل ددې کیفیت غوره کوي.

په همدې اساس ځینې داسې خبرونه افشا شوي چې نوکیا په خپل راتلونکي ځیرک مبایل کې چې نوکیا ناین (NOKIA 9) نوم ورکړل شوی، شا خواته د پنځو کامرو لرلو چمتو والی نیسي، چې دا به د ځیرک مبایلونو په نړۍ کې لومړی وار وي.

د یو شمېر راپورونو او افشا شویو عکسونو پر اساس څرګندیږي چې نوکیا د خپل ځیرک مبایلونو په لږه موده کې یو شمېر پرمختګ کړی چې اوس یې د ایفون او سامسنګ په څېر مشهورو مبایلونو ته د ماتې ورکولو پلان پېل کړی.

که څه هم تر دې دمه د شا خواته د پنځو کامرو والا ځیرک مبایل نه دی وړاندې شوی خو هوواوې شرکت په خپل (P20) مبایل کې درې شاته خوا کامرې وړاندې کړې وې، همدا ډول د سامسنګ کمپنۍ لخوا هم د څلور کامرو مبایل چمتو والی نیسي.

تر دې دمه د نوکیا کمپنۍ لخوا ددغه خبر او افشا شویو عکسونو پخلی نه دی شوی خو که چیرې دغه خبر رښتیا وي نو د سامسنګ او ایفون غوره مبایلونو د محبوبیت لپاره به لوی ګواښ وي.

ځینې راپورونه وایي چې د نوکیا شرکت دغه مبایل د راتلونکې ۲۰۱۹م کال په پېل کې وړاندې کوي، ددې مبایل په سکرین یا ډیسپلی باندې به د فنګر پرنټ (ګوتې کولپ) ورکول شي چې دا د نوکیا په تاریخ کې لومړی وار دی.