fbpx

عراق: لاريون کوونکو د ايران کونسلګرۍ سوځولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۷ل): په عراق کې د ايران کونسلګرۍ وروسته له هغه وسوځول شوه چې د لاريون کوونکو پنځه ورځنی لاريون په تاوتريخوالي واوښت.

د عراق په بصره ښار کې لاريون کوونکي له پنځو ورځو راهيسې د ښار واټونو ته راوتلي دي او د حکومت د فساد او عمومي خدمتونو د نشتوالي، د عراقي سياستوالو په ناوړه کړنو او د ايران د نفوذ پرضد يې نارې وهلې.

د سيمه ييزو رسنيو په وينا چې په سيمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي شوي دي خو د چا د مرګ ژوبلې خبرونه نه دي ورکړل شوي.

له دې اړو ګوړ نه وروسته په بصره کې ګرځبند هم پلی شوی دی او ښاريان تر بل امر پورې نشي کولای چې په ښار کې وګرځي.

د ايران د بهرنيو چاور وزارت په يوه اعلاميه کې په کونسلګرۍ بريد غندلی دی او عاملينو ته يې د سزا غوښتنه کړې ده.
دغه لاريونونه چې نن شپږمې ورځې ته وغځېدل تر دا مهال په کې ۱۱ تنه وژل شوي هم دي.

تيره شپه هم په بصره کې په زرګونو کسان د ښار واټونو ته راوتلي وو او ځينې دولتي ودانيو ته يې هم اور اچولی او د عمومي ولسي خدمتونو د ترسره کېدو غوښتنه یې کوله.

په عراق کې شيعه ملا ايت الله علي سيستاني په عراقي چارواکو نيوکه کړې ده او دوی يې د بصرې د نا امنيو لامل بلل دي، نوموړي د يو داسې حکومت د جوړېدلو غوښتنه کړې ده چې په وينا يې بايد د پخواني حکومت له سياست نه يې سيستم بدل وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د