مولوي جلال الدین (حقاني) د نړیوالې جهادي جبهې مؤسس

عبدالرحیم (ثاقب)

هسي خو د افغانستان جهاد په مجموع کې د نړۍ د تحول او تغیر پیلامه بلل کیږي خو په خاص ډول د نړیوال استکبار په خلاف د جهادي حرکت په فعالولو او پرمخبیولوکې د مرحوم مولوي جلال الدین (حقاني) صاحب رول فوق العاده مؤثریت بلل کیږي؛ ځکه د نړیوال جهادي حرکت مشهورمجاهدین ټول د مرحوم (حقاني) صاحب د جهادي مدرسي زده کوونکې او د نوموړي ترجهادي روزنې لاندې یې د جهاد پوځي زده کړې او تکتیکونه ترلاسه کړي دي.

د شوروي ځواکونو د اشغال په مهال د هیواد په جنوبي زون کې د(حقاني) صاحب ترقیادت لاندې جهادي محاذ د خپل پوځي او جهادي شهرت له مخې د روسي ځواکونو په خلاف د اسلامي نړۍ د جنګیدونکو مجاهدینو لومړنی جهادي مورچل و .

په دې جهادي مورچل کې د انصارو مجاهدینو د رایوځای والي لامل دا وه چې له یوې خوا په خوست ولایت کې د شوروي ځواکونو په خلاف د جهادي عملیاتو شدت زیات و او له بلې خوا دغه ولایت له پاکستان سره په پوله پروت او کوم کسان چې به له عربي او نورې اسلامي نړۍ څخه د افغانستان جهاد ته راتلل د هغوی لومړی تم ځای به پاکستان و، په دوهم قدم کې به افغانستان و چې په افغانستان کې به اکثریت خوست ولایت ته په جهادي عملیاتو کې د ګډون لپاره تلل.

له همدې امله ویلای شو چې له بهره د راتلونکو عربي او غیر عربي جهادي ځوانانو ٪۸۵ سلنه د (حقاني) صاحب ترقیادت لاندې د خوست جهادي محاذ ته تلل، هلته به ترجهادي روزنې او پوځي زده کړوروسته د افغانستان نورو ولایتونو ته له شوروي ځواکونو د جګړې لپاره لیږل کیدل.

د دغو عرب مجاهدینو له جملې څخه یې څو تنه نړیوال جهادي شهرت ته ورسیدل چې د هغوی د جهادي فعالیت لومړنی پیل د مرحوم حقاني صاحب په جهادي محاذ کې د ده تر روزنې لاندې شوی.

دا په نړیواله کچه مشهورشوي مجاهدین عبارت و له:

۱ـ داکټرعبدالله عزام

ډاکټرعبدالله عزام په کال ۱۹۴۱م کې د فلسطین په جنین کي ښارکې زيږيدلی، لوړې زدکړې یې د دمشق پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې پایته رسولې .

په کال ۱۹۸۱ کې د سعودي عربستان د ملک عبدالعزیز په پوهنتون او په کال ۱۹۸۲کې د اسلام اباد په نړیوال پوهنتون کې داستاد په توګه وګمارل شو.

د اسلام اباد په نړیوال پوهنتون کې د استاذي په مهال د افغانستان له جهادي رهبرانو سره معرفي او په کال ۱۹۸۳ کې جهادي فعالیتونو ته د فراغت په منظورد پوهنتون له استاذي څخه ځان ګوښه کړ.

په کال ۱۹۸۴ کې یې د مکتب خدمات المجاهدین په نوم دفتر تاسیس کړ او د هغه له لارې یې له امجاهدینو سره مرستې پیل کړې.

د ۱۹۸۴ کال په نومبر کې مجلة الجهاد عربي مشهوره مجله د مکتب الخدمات د نشراتي ارګان په حیث تاسیس کړه چې تقریبا ټولې عربي نړۍ ته به د همدې مکتب الخدمات له لوري له اسلام اباد څخه لیږل کیده او دهغې په وسیله به د عربي نړۍ ځوانان په افغانستان کې جهاد ته هڅول کیدل.

ډاکټرعبدالله عزام د هماغه وخت د نورو جهادي رهبرانو ترڅنګ له مرحوم مولوي جلال الدین (حقاني) صاحب سره ځانګړې تعلق درلود او ډیروخت به د هغه په استوګنځي کې اوسیده، تردې چې خپله وصیت نامه یې هم د (حقاني) صاحب په کورکې لیکلې او په هغې کې یې خپلو اولادونوته له حقاني صاحب سره د نیږدي تعلق او رابطې ساتلو وصیت کړی.

ډاکټرعبدالله عزام د افغانستان جهاد ته د راتلونکو عربي ځوانانو د پوځي روزنې لپاره دوه عسکري غونډونه لرل چې یو یې هم د(حقاني) صاحب تر نظارت لاندې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه خړ ډنډ کې د معسکر خلدن په نوم پوځي غونډ و.

ډاکټر عبدالله عزام د۱۹۸۹د سپتمبرد میاشتې په ۲۴ د پاکستان د پیښور ښار ارباب روډ په سیمه کې په داسې حال کې چې له خپلو دوو زامنو محمد او ابراهیم سره د جمعې لمانځه ته روان و په یوه چاودنه کې ووژل شو. (۱)

۲ـ شیخ اسامه بن لادن :

اسامه بن لادن د محمد بن لادن زوي په ۱۹۵۲ کال کې په ریاض کی زیږیدلی.

لومړنۍ اوثانوي زده کړې په ریاض او لوړې زده کړې یې د جدّې پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې تر سره کړې.

په کال ۱۹۸۲ کې داخوان المسلمین تنظیم غړی شو خو افغانستان ته د راتګ په مهال تري نوموړي ګوند خپل غړیتوب بیرته واخیست.

د ۱۹۸۲په اخیرکې افغانستان ته راغی او د شوروي ځواکونو خلاف د افغان مجاهدینو ترڅنګ ودریده.

په ۱۹۸۸ کال کې یې د ماسده په نوم تنظیم تأسیس کړ چې اوسني القاعده د هماغې المأسدې قائمقام دی.

اسامه بن لادن هم د ډاکټر عبدالله عزام په څیر له مرحوم مولوي جلال الدین (حقاني ) صاحب سره ځانګړی تعلق درلود ، د جهاد پیل یې له خوست نه وکړ ، وروسته ځاځیو ته ولاړ خو بیا يي هم ډیری مجاهدین د حقاني صاحب تر اشراف لاندې معسکراتو کې تربیه کړل.

نوموړی په ۱۹۸۹ کې له افغانستان څخه د روسانو تروتلو وروسته بیرته خپل هیواد ته ستون شو.

په۱۹۹۱ کال کی له سعودی عربستان څخه سوډان ته ولاړ.

د ۱۹۹۶ کې په جنوري کې د استاد برهان الدين رباني او نورو پخوانيو تنظیمي چارواکو په بلنه بیرته افغانستان ته راغی.

په کال ۱۹۹۶ کې چې یې د امریکا په خلاف وروستی کانفرانس ورکړ هم هغه یې د خوست له غونډ نه ورکړ چې امریکایانو یې په مقابل کې پر افغانستان او سوډان د کروز توغندي وار کړل.

د۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ په پلمه چې امریکایانو پر افغانستان یرغل وکړ اسامه بن لادن لومړی تورې بوړې او له هغه ځایه د ډیورنډ پوري غاړې قبائلی سیمې ته ولاړ.
د۲۰۱۱ کال په می کې د امریکایی ځانګړو ځواکونو لخوا د پاکستان په ایبټ اباد کې د نوموړي پر پټنځای باندې د برید په ترڅ کې ووژل شو.(۲)

۳- أبو مصعب الزرقاوي:

أبو مصعب الزرقاوي چې اصلي نوم یې أحمد فاضل نزال الخلايلة دی په کال ۱۹۶۶ د اکتوبر په ۳۰ د اردن هیواد په الزرقاء ښارکې زیږیدلی دی .

په کال ۱۹۸۹کې افغانستان ته راغی او د خوست په ولایت کې د مرحوم مولوي جلال الدین (حقاني) ترقیادت لاندې د روس پلوه حکومت په خلاف جهاد پیل کړ.

په کال ۱۹۹۰ کې بیرته خپل هیواد ته ستون شو او هلته د اردُن هیواد له لوري ونیول شو.

په کال ۱۹۹۹کې له اسارت څخه ترخلاصون وروسته بیا افغانستان ته راغی او د افغانستان په هرات ولایت کې له خپلو نورو ملګروسره میشت شو.

په کال ۲۰۰۱ کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګیدووروسته بیرته په پټه د اردُن هیواد سرحد ته نیږدي د عراق د کردستان سیمې ته ولاړ او هلته يې د عربي ځوانانو د پوځي روزنې لپاره پوځي کیمپ تأسیس کړ.

په کال ۲۰۰۳ کې پرعراق د امریکایانو تر یرغل وروسته یې د امریکايي ځواکونو په خلاف جهاد پیل کړ.

دا چې ابومصعب الزرقاوي د افغانستان د جهاد په مهال پوځي اوجهادي زده کړې اومهارتونه ترلاسه کړي ول نو په ډیره کمه موده کې يې په عراق کې له امریکايي ځواکونو سره په مقابلې کې نړیوال شهرت ترلاسه کړ.
ابومصعب الزرقاوي له کال ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۶ پوري په عراق کې د امریکایانو خلاف تر ټولو خونړي عملیات پلان ګذاري کړ ل چې په ترڅ کې تر ۴۰۰۰ زیات امریکایي عسکر ووژل شول .

ابومصعب الزرقاوي د۲۰۰۶کال د جون د میاشتې په ۷ نیټه د عراق په بعقوبه ښارکې د امریکايي ځواکونوپه هوايي بریدکې له خپلو دوو میرمنوسره یوځای شهید کړل شو. (۳)

۴ـ خطاب:

د خطاب اصلي نوم ثامر بن صالح السويلم په ۱۹۶۹ د اپریل په ۱۴ د سعودي عربستان په عرعر سرحدي ښارکې زيږیدلی دی .

لومړنۍ زده کړې یې د خپلې سیمې په ښونځي کې ترسرکړې، له ثانوي دورې څخه ترفراغت وروسته د لوړوزدکړو لپاره امریکامتحده ایالتونود کلیفورنیا ایالت ته ولاړ،هلته تر دووکلونوتیرولو وروسته بیرته خپل هیوادته ستون شو او د خپلې سیمي له دیني علماوو څخه یې د شرعي علومو درس پیل کړل .

په کال ۱۹۸۸ افغانستان ته راغی او له مجاهدینوسره یې د جلال آباد ، خوست کابل او غزني په ولایتونوکې د وخت د کمونستي نظام خلاف په عملیاتوکې ګډون وکړ.

په ۱۹۸۹ کې په خوست کې د مرحوم حقانی صاحب تر مشري لاندې عملیاتو کې دوه ځلې ژوبل ، اوتر هرځل زخمي کیدو او جوړیدو وروسته به بیرته خوست ته ګرځیدو او د کمونیستي نظام تر سقوط پوري هلته پاتي شو.

په کال ۱۹۹۳کې تاجکستان ته ولاړ او هلته یې د وخت د کمونیستي نظام په خلاف عملیات پیل کړل.

په کال ۱۹۹۵ کې چیچنیاته ولاړی اوهلته یې د روسې یرغلګرو په خلاف جهاد پیل کړ.

په کال ۱۹۹۶ کې په چیچینا کې د روسي ځواکونو په خلاف د خپلو ۵۰ تنومجاهدینوپه ګډون په یوه لویه جګړه کې برخه واخیسته چې په ترڅ کې ۲۲۳تنه روسي عسکر ووژل چې همدغه عملیات په چیچیناکې د خطاب د شهرت لامل شول.

د ۲۰۰۲ د مارچ په شلمه خطاب د یوه عربي هیواد د استخباراتو لخوا د زهرو په وسیله شهید کړل شو.
دغه زهر نوموړي ته د لیک لیږلو په لفافه کې له یوه لیک سره مل ورلیږل شوي ول .(۴)

۵ـ شامل باسایف:

شامل باسایف د ۱۹۶۵میلادي کال د فروري په ۱۴ نیټه د ختیځ چیچن په دیشني کلې کې زیږیدلی دی.
نوموړی په کال ۱۹۸۲ کې د خپلې سیمې دیشني له ښونځې څخه فارغ شو او دوه کاله یې په روسي پوځ کې عسکري خدمت وکړ وروسته د مسکو دهندسي ادارې انستتیوت ته شامل شو.

په کال۱۹۹۱ کې د چیچن د مسلمان ولسمشر جوهردودایف لخوا د چیچین د دفاع لپاره د رضاکاروجنګیالو په ډله کې شامل شو.

په ۱۹۹۴ کې افغانستان د خوست ولایت ته راغی او دلته د مرحوم حقاني صاحب په جهادي غونډونوکې تر۶ میاشتنۍ جهادي روزنې وروسته بیرته خپل هیواد ته ستون شو اوهلته یې د جوهردودایف ترڅنګ خپلو پوځي فعالیتونوته ادامه ورکړه .

په کال ۱۹۹۴ کې د چیچین د لومړۍ جګړې په مهال د جوهردودایف لخوا د روسي ځواکونو خلاف د جنګیدونکو مجاهدینو عمومي مشر وټاکل شو .

په کال ۱۹۹۶کې د چیچینایې قواو د لوي درستیز په حیث مقرر او په خپلو پوځي فعالیتونوسره یې وکړای شول چې د ګروزني ښارد روسي ځواکونو له محاصرې څخه ازادکړي .

په کال ۱۹۹۶کې د ګروزني ښار ترازادیدو وروسته په چیچین کې خپلواک انتخابات ترسره شول چې په نتیجه کې یې اسلان مسخدوف د ولسمشر او شامل باسایف دهغه د مرستیال په حیث پکي بریالي شول.

د۲۰۰۶کال د ۹ په ۷ نیټه په انګوشتیا ایالت کې د روسي ځواکونو په یوه ناڅاپي برید کې ووژل شو.
(۵)

خلاصه: د نړیوال جهاد پورتني مشهور مجاهدین چې هر یو یې په خپلو سیمو کې د جهادي فعالیت مؤسسین ګڼل کیږي د جهادي فعالیت لومړني درسونه یې د مرحوم مولوي جلال الدین (حقاني) رحمه الله په جهادي مدرسه کې پیل کړي او بیا یې د حقاني له جهادي تعلیماتو څخه په الهام اخیستو سره د نړۍ په مختلفو سیمو کې خپل جهادي فعالیت پیل کړی چې وروسته ورکې نړیوال شهرت ته ورسیدل.

خدای تعالی دې د دوي شهادتونه قبول او د مربي استاذ ( حقاني) صاحب روح دي په اعلی علین کې خوشاله کړي.

مراجع :

(۱) مجلة الجهاد ۱۹۸۹ اکتوبر
2- : https://www.marefa.org
3- http://www.aljazeera.net/encyclopedia/icons/2011/4/20/%D8%A3%D8%A8%D9%88-%D9%85%D8%B5%D8%B9%D8%A8-%D8%A7%D9%84%D8%B2%D8%B1%D9%82%D8%A7%D9%88%D9%8A
(۴) موقع قوقاز https://ar.wikipedia.org/wiki
(۵) موقع قوقاز

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د