fbpx

د کرېکټ نړیواله «ټرافي» به په دیسمبر میاشت کې افغانستان ته راوړل شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ مشر شکر الله عاطف مشعل ویلي چې د ۲۰۱۹م کرېکټ نړیوال جام «ټرافي» به په دیسمبر میاشت کې افغانستان ته راوړل شي.

عاطف مشعل رسنیو ته په مرکه کې زیاته کړه چې هغه ټولې خبرې بې بنیاده دي چې د کرېکټ نړیوالې شورا افغانستان ته د خراب امنیتي وضعیت له کبله د نړیوال جام ټرافي لیږل منع کړي وو.

دغه ټرافي به د افغانستان په دریو ولایتو کې د لیدنې لپاره وړل کیږي چې په ستره کچه به ددې لپاره ځانګړي مراسم ونېول شي او په ژوندۍ بڼه به افغانان ددغې ټرافۍ لیدنه وکړي.

دا جام په ټولو هغو هېوادونو ګرځي چې د پنځوس اوریزو نړیوال جام کې د لوبیدو امتیاز لري، چې اوس افغانستان هم په دغه لیست کې شامل شو، ویل کیږي چې دغه ټرافي به د افغانستان په کابل، بامیان او هرات ولایتو کې افغانانو ته وښودل شي.

ښاغلي مشعل زیاته کړه، «مونږ د کرېکټ نړیوالې شورا ته تضمین کړه چې افغانستان ته د نړیوال ټرافي راوړل ځکه مهم دي چې مونږ ددغې جام برخه یو، او همدا ډول مونږ دوی ته د امنیت تضمین هم ورکړ چې په پای کې توافق ته رسیدلي یو، دغه ټرافي به د هېواد درې ولایتو کې ښودل کیږي».

د کرېکټ نړیوال یو ورځنی جام په څلورو کلونو کې د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا ترسره کیږي، چې له دې وړاندې د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته دغه ټرافي د خلکو تر مخ د لیدنې لپاره وړل کیږي، چې اوس به په لومړي ځل افغانستان هېواد هم ددغې فخر برخه شي.

د کرېکټ نړیوال جام د ټرافي ښکاره کېدلو اعلان سره سم ویل شوي وو چې دغه سیالۍ به ځینو هېوادونو ته د امنیتي خراب وضعیت له کبله نه وړل کیږي، چې اوس افغانستان له دغه لیست څخه وویستل شو.

دغه جام په لومړي ځل په عربي اماراتو کې د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا ښکاره کړل شوه، چې وروسته به په پنځه لویو وچو او ټولټال د افغانستان به ګډون ۲۱ هېوادونو ته سفر کوي، چې په ۶۳ ښارونو کې به ښودل کیږي، دغه ټرافي به پاکستان هېواد ته په اکتوبر میاشت کې وړل کیږي.

د یادونې وړ ده ۲۰۱۹م کرېکټ نړیوال جام به د راتلونکې کال د مۍ میاشتې په دیرشمه نېټه په انګلستان هېواد کې پېل او د جولایي میاشتې په ۱۴مه نېټه پای ته رسیږي، چې افغانستان به خپله لومړۍ سیالۍ د استرالیا لوبډلې پر وړاندې د جون میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د