اوباما: د ټرمپ واکمني د امریکا لپاره خطرناکه ده

اوباما او ټرمپ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۷ل): د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما پر اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ نيوکې کړي او د هغه تر واکمنۍ لاندې وخت يې د امریکا لپاره خطرناک بللی دی.

اوباما په الینوای پوهنتون کې يوې غونډې ته وويل، چې جمهوري پلوه ګوند د امریکا له نورو مخالفو هېوادونو سره په ګډه امریکا ته د زيان رسولو کوشش کووي او روسيې سره يې اړيکې مخ پر زياتېدو دي.

بل پلو د امریکا ولسمشر په مونټانا ښار کې يوې غونډې ته وويل، چې امریکا په اوس وخت کې د تاريخ تر ټولو قوي اقتصاد لرونکی هېواد دی او د هغه مخالفين په دغو هڅو سترګې پټوي او له کانګريس څخه د هغه د مواخذې غوښتنه کوي.

ټرمپ له خپلو پلويانو غوښتي، چې په منځمهالي ټاکنو کې ګډون وکړي او دی يو ځل بيا بريالی کړي.

له منځمهالو ټاکنو وړاندې پخواني ولسمشر اوباما هم فعاليتونه پيل کړي او هڅه کوي، چې په دغو ټاکنو کې ټرمپ ته ماتې ورکړي.

څو ورځې وړاندنې په نيويارک ټايمز ورځپاڼې کې هم د ټرمپ پر خلاف يوه مقاله خپره شوې وه، چې د ټرمپ غوسه يې راپارولې وه.

په دغه مقاله کې د ټرمپ په حکومتي چارو او تګلارې نيوکې شوي، هغه يې يو بدکرداره او نااهله شخص معرفي کړی.

نيويارک ټايمز ويلي، چې د مقالې ليکوال ترې غوښتي، چې نوم يې بايد خپور نه شي، له همدې امله ولسمشر ټرمپ د سپينې ماڼۍ پر لوړپوړو چارواکو تور لګوي، چې دغه مقاله دوی ليکلې، خو د ولسمشر مرستيال مايک پنس او د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په ګډون ګڼ شمېر چارواکو له دغې مقالې خپله بې زاري اعلان کړې ده.

د کارپوهانو به وينا د نيويارک ټايمز د دغې مقالې د خپرېدو لامل هم په راتلونکو منځمهالو ټاکنو کې د ټرمپ او جمهوري پلوو ترمنځ د واټن پيدا کولو هڅه ده.

تبصرې (3)

  • د امریکا متحده اضلاع هیواد له اوله د انګریزانو په مشری د فری میسنری یا ماسونیزم په بنیاد او د برچی په زور جوړ شوی یعنی د دی هیواد پخوانی یا اصلی اوسیدونکی ( سره هندیان ) یی ووژل او ډیر کم شمیر چه یی پاتی هغوی یی په نشه توکو تعقیم کړی چه شمیر یی زیات نه شی د مقاومت توان او حتی د خپلواکی مفکوره یی ورله له مغزو ویستلی هغوی هم ځانونه د زاړه نه بلکه د نوی امریکا غړی شمیری او د دی په مقابل کی تری مالیه هم نه اخستل کیږی

  • د امریکا متحده اضلاع غصب شوی هیواد له اوله د نظم نوین جهانی په بنیاد جوړ شوی یعنی اصلی پلان جوړونکی او قدرت لرونکی کیدی شی حکومت کی دننه او یا له حکومته بهر مګر لوی سرمایداران او سیاستمداران باید وی شتون لری. دواړو ګوندونه هم دهغوی له خوا جوړ شوی یوه ته یی داخلی او پل ته یی خارجی بدلون پالیسی په لاس ورکړی یا په بل عبارت یو ګوند خزانی ډکوی او بل یی په خارجی جنګو تشوی . جمهور ریس د همدی نظم نوین جهانی له خوا ډیر له پخوا نظر کی نیول شوی د هغه شیطانی استعداد له مخی یی د ځانګړی روزنی لاندی نیسی چه په هغه وخت کی ورته اړه وی . ورته ویل کیږی چه دا زمونږ ځانګړی ټکی دی تاکتیک یی ستا په واک او لاس کی دی که قصدا تری سرغړونه وکړی عواقب یی خطرناک دی .
    هغه څه چه جوړج بوش ، اوباما وکړل او یا هغه څه چه ټرمب ترسره کوی عمده کړنی یی د هماغه نظم جهانی له خوا ورته دیکته شوی هغوی نه شی کولای چه سرغړونه وکړی .
    دا چه پورتنی لیکنه کی اوباما د ترمپ په اړه څه لیکلی دا دننه په ګوندو کی د یو بل سره سیالی او یا یوبل لاندی کول او باندی کولو اجازه ورکړی شوی کله چه دوی شخصی مجلسو کی مخامخ کیږی د یو بل ورونه دی د دوی په دغسی خبرو باور کول دساده خلکو کار دی کیدی شی په دی اړه زه کومه لیکنه ولیکم مننه

  • امریکایان په دیمواکرسی فضا کی یو بل نیوکی کوی ،او د خپل منځنی شخړی د حل لاره په خبرو کی لټوی،چه دا د دوی یوه غټه زیرکتیا او قانون ته وفاداری ده.او په زور او جبر هیڅکله خپلی خبری په زور په چا نه تهمیلوی،صرف افغانان دی ،چه د خبری د لاره د مشکل حل کولو باندی نه پوهیږی،او نورو ته هم غوږ نه نیسی،بس دا څلویښت کاله یی په یوه بیهوده،بی فایده جنګ ته زور ورکړی،چه په دا جنګ کی نه د دین ګټه شته او نه د دنیا،