افغان دارالعلوم کې دوه ورځنی فقهي سيمينار ترسره شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۷ل): د کابل په افغان دارالعلوم کې تيره ورځ د مجمع الفقه الاسلامي ترسرليک لاندې دوه ورځنی فقهي سيمينار ترسره شو چې په کې د هيواد د ۲۲ ولايتونو څخه ۷۰ تنه ديني عالمانو ګډون کړی و.

ددې ترڅنګ په دغه سيمينار کې د دارالعلوم ديوبند د دارالافتاء مرستيال مفتي مولانا محمد نعيم او د زاهدان دارالعلوم څخه مفتي محمد زکريا هم ګډون کړی و.
دغه سيمينار ته چې د « مختلف الجنس اسعارو تبادله نقد او په قرض ورکول څه حکم لري» په نامه موضوع وړاندې شوې وه، علماوو يې په اړه بحث او څېړنې په خپلو ويناوو او ليکنو کې وړاندې کړې او دغه موضوع يې د اسلامی شريعت له نظره وڅيړله.

په دغه مجلس کې د نورو فقهي مسايلو د تشريح او څېړنو له پاره د موضوع او وخت ټاکنه هم وشوه.

ټاکل شوې ده چې ددغه فقهي سينمار د موضوعاتو او بحث غورچاڼ په راتلونکې کې د افغان دارالعلوم له لوري خپور او رسنيز شي.