مرکزي بغلان کې لسګونه سرتيري مړه او کلابند دي

ارشيف انځور

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۷ل): په مرکزي بغلان کې د طالبانو د بريدونو له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه امنيتي سرتيري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي او لسګونه نور يې کلابند دي.

د بغلان د ولايتي شورا رئيس صفدر محسني رسنيو ته وويل چې په تيرو دوه ورځو کې د مرکزي بغلان په لس پوستو طالبانو بريدونه کړي دي چې له امله يې دغه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

محسني ويلي دي چې د تيرو دوه ورځو جګړې راهيسې د امنيتي ځواکونو يوه قراره ګاه د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

ددې ترڅنګ محسني دا هم وويل چې په دغه سيمه کې لسګونه افغان سرتيري د طالبانو له لوري کلابند شوي هم دي.

هغه زياته کړه چې که دولت تازه دمي سرتيري راونه ليږي نو د مرکزي بغلان ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده.

بل لور ته د مرکزي بغلان ولسوالۍ مسؤل چارواکي رسنيو سره له خبرو ډډه کوي او د تازه جګړو او تلفاتو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځواب نه وايي.