
نن کابل جان کې!/ فيض ځلاند
فيض ځلاند
خاموشې ده نن کابل کې د سقاو زور دی
د څو بې پتو بې ضمیره بې حیا شور دی
د څو بې ننګو پردي پالو لا په سر شملې دي
نن لنډغرو بیا لوټ کړی د افغان کور دی
له هر تصویره یې سرې وینې د ابشارو څاڅي
له دیمزنګه وینې څاڅي په باګرام اور دی
وطن پردی ښکاري هر واټ کې مې د ښمن ولاړ دی
سړک خاموشه، کوڅه غلي، دښمن لور په لور دی
افسوس د تبر لاس مې خپل هډ دی څه وکړمه
افسوس په څنګ کې د مغل راته ولاړ ورور دی
ځلانده دا مزل به رسي تر منزله اخر
دا انقلاب راته را پاتې د بابا پور دی