د ميدان وردګو دايميرداد ولسوالۍ سقوط شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۷ل): د ميدان وردګو ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د دايميرداد ولسوالۍ ټولې پوستې سقوط شوي او اوسمهال جګړه په ولسوالۍ کې دننه روانه ده.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړی حاجي  احمد جعفري رسنيو ته ويلي، چې د ولسوالۍ ټولې دفاعي پوستې ويجاړې شوي او اوسمهال د ولسوالۍ په مرکز کې د طالبانو او عسکرو ترمنځ نښته روانه ده.

د احمد جعفري په وينا عسکرو او د ولسوالۍ مسوولينو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې، خو تر اوسه يې يوازې د اتو پوليسو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

د جګړې له ډګره يوه پوليس رسنيو ته ويلي، اوسمهال درې پوليس له طالبانو سره په جګړه اخته دي او زياته کړې يې ده، چې «زما په ګډون څلور تنه ټپيان يو.»

دغه ټپي پوليس ويلي، چې طالبان د ولسوالۍ مرکز ته داخل شوي، دوی يې کلابند کړي او له بهر سره يې اړيکې هم پرې دي.

د ميدان وردګو ولايت وياند عبدالرحمن منګل ويلي، چې سلګونو طالبانو پر دايميرداد ولسوالۍ ډله ييز بريد کړی، چې بېرته په شا تمبول شوی دی.

ځايي خلکو هم رسنيو ته ويلي، چې طالبان ولسوالۍ ته داخل شوي او الوتکې هم پروازونه کوي.

د ميدان وردګو د امنيه قومندانۍ ویاند حکمت الله دراني ويلي، چې په دغه جګړه کې د دايميرداد ولسوالۍ امنيه قومندان په ګډون يو شمېر پوليس وژل شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد شپږ ساعته وړاندې په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې د دايميرداد ولسوالۍ پر دفاعي پوستو د بريد پر مهال شپږ پوسته ويجاړې شوي، لسګونه پولیس وژل شوي، چې مړي يې هم د  جګړې په ډګر کې پراته دي، خو د ولسوالۍ د بشپړ سقوط په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

تبصرې (1)

  • په ټول کال کی شپږ امریکان وژل شوی،او په زرګونو افغانان وژل ،نوره جګړه بس ده، خبری ته لاره هواره کړی،