fbpx
دوستم د غني په پلوۍ په یوه ټاکنیزه غونډه کې

دوستم د حکومت د ناکامۍ له امله بښنه وغوښته

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د حکومت د ناکامۍ له امله بښنه وغوښته.

هغه د پخواني جګړه مار احمد شاه مسعود د وژل کېدو د تلين په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دی له ولسه بښنه غواړي.

د دوستم له دفتره خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دوستم له ولس نه د هغو کړې ژمنو د نه پوره کېدو له امله بښنه غواړي، چې په ټاکنیزو منډو ترړو کې يې کړې دي.

هغه وايي د حکومت په څلور کلنه دوره کې يې هغه ژمنې عملي نه کړای شوې، چې له ولس سره يې کړې وي.

دوستم چې له مرستیالۍ سره سره نږدې دوه کاله له هېواده د باندې پاتې شو، مني چې حکومت يې له ولس سره دوکه کړې ده.

د احمدشاه مسعود د وژل کېدو د اوولسم تلین په مناسبت د حکومت ځينې مشرانو د هغه په نوم جوړکړي څلي ته ګلونه کېښودل او نن ورځ يې رخصتي اعلان کړې.

ګډ حکومت چې اقتصادي پیاوړتیا او امنیت يې د ژمنو تکرارې ټکي و، په شاوخوا څلورو کلونو کې ونه شو کولی چې د کړیو ژمنو له ډلې محدودې عملي کړای شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د