طالبان: تېره میاشت کې نږدې ۹۰۰ عسکرو له جګړې لاس اخیستی

ارشیف؛ له طالبانو سره زنداني عسکر

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي تېره میلادي ماشت کې يې د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په هڅو نږدې ۹۰۰ عسکر له جګړې لاس په سر کېدو ته قانع کړي دي.

د طالبانو د بلنیز کمیسیون د میاشتني راپور له مخې په اګسټ میاشت کې دوی وکولی شوای، چې د خبرو اترو له لارې 877 تنه حکومتي کارکوونکي د حکومت له ملاتړه جلا او د ځان ملګري کړي.

طالبان وايي دغه کسان «د حقایقو په درک کولو له دغه فاسد رژیم څخه راووتل او د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شول.»

طالبانو چې پخپله رسمي پاڼه دوی ته د تسلیم شویو کسانو لنډ شهرت، نوم، د پلار نوم، اصلي ځای، دنده او د دندې ځای نشر کړي، لیکلي، دوی ورسره د ملاتړ ژمنې هم کړې دي.

په دې کسانو کې ګڼ لوړ پوړي او ټیټ پوړي نظامي کسان شامل دي، چې د ګڼو قومندانانو په ګډون د کمانډو عسکر، ملي امنیت عسکر، ملي پولیس، اربکیان او د عامه نظم عسکر پکې شامل دي.

طالبان د جګړې تر څنګ د خبرو اترو لپاره بلنیز کمیسیون هم لري، چې تر اوسه يې سلګونه تنه د حکومت کارکوونکي دندو پرېښودو ته قانع کړي او له جګړې پرته يې لاسته راوړنې لرلې دي.

تر اوسه دولتي سرچینو د طالبانو د دې راپور په تړاو څه نه دي ويلي.

یاده دې وي په تېره میاشت کې د غزني په جګړه کې هم د بې پرې سرچینو په حواله تر ۳۰۰ ډېرو عسکرو د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي و.

تبصرې (1)