عبدالله عبدالله د مسعود د پلویانو هوايي ډزې وغندلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله په کابل کې د پخواني جګړه مار احمد شاه مسعود د پلویانو له لوري هوايي ډزې غندلې دي.

نن کابل ښار کې، د احمد شاه مسعود د وژنې د اوولسم تلین په مناسبت رخصتي اعلان شوې او پلویان يې له وسلو سره د ښار کوڅو کې ګزمې کوي.

د جمعیت تر چتر لاندې د نظار شورا پخوانی جګړه مار احمد شاه مسعود په ۱۳۳۲لمریز کال په پنجشیر کې د ډګروال دوست محمد خان کره وزېږېدی او ۱۳۸۰لمریز کال د وږي په ۱۸مه د تخار په خواجه بهار کې ووژل شو.

عبدالله عبدالله وویل، د ښار په کوڅو کې هیاهوی او هوايي ډزې د احمدشاه مسعود تګلاره نه وه.

مسعود چې خپل پلویان يې «ملي اتل» بولي، د داخلي جګړو پر مهال ګڼ ولسي وګړي تر تېغ تېر کړل او له هغه وروسته د افغانستان اسلامي امارت پر وړاندې د بهرنیانو په مستقیمه پوځي مرسته د ژوند تر وروستیو وجنګېد.

د هغه د وژنې د تلین په مناسبت تېر کال هم هوايي ډزو کې څو تنو ته مرګ ـ ژوبله واوښته، خو په نننيو ډزو کې تر اوسه د مرګ ـ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.