fbpx

سیاف د نظام پر اقتصادي او اخلاقي نیمګړتیاوو نیوکې وکړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): د تېر جهاد مخکښ او د دعوت ګوند مشر عبد رب الرسول سیاف د احمد شاه مسعو د وژنې د اوولسم تلین په مناسبت خبرو کې د نظام له اقتصادي او اخلاقي وضعیته سر وټکاوه.

هغه که څه هم د ملي وحدت حکومت یا هم په ټوله کې د ده ملاتړ لرونکي نظام ته اشاره ونه کړه، خو روان اقتصادي اخلاقي حالت يې د اندېښنې وړ وباله.

سیاف وویل، په بانکونو کې سودي معاملات په شدت روان دي او په وینا يې سود له الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره جګړه ده.

هغه وویل، څوک چې له الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په جګړه بوخت وي، څنګه به بریا ته ورسېږي.

نوموړي د روانو ستونزو بل علت بد اخلاقي، فحشا او بې عزتي یاده کړه، هغه وویل «فحشا، بد اخلاقي او بې عزتي ډېره شوې.»

د سیاف په وینا کوم قوم کې چې سود او فحشا ډېره شي الله جل جلاله يې په مشکل کې اچوي.

د تېر جهاد دغه مخکښ چې د امریکايي یرغل کلک همکار او پلوی دی، د امریکا له یرغل نږدې اتلس کاله وروسته په علني غونډه کې پورته اعترافونه کوي.

هغه ونه ویل، چې د ده په خبره بد اخلاقۍ، فحشا، بې عزتي او سودي معاملاتو ته کوم نظام زمینه برابره کړې او د کوم قانون تر سیوري لاندې د چا له خوا کېږي.

دا لومړی ځل دی چې عبد رب الرسول سیاف په یوه ګڼ برخه واله غونډه کې د ناکامۍ پر پورته علتونو اعتراف کوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبد الله
میلمه
عبد الله

### سیاف، شریر ملا، د کفر په مټو ژوندی اصلی لنډغر