fbpx

غزني ښار کې څه تیریږي؟

لیکوال: محمد سعید غزنوي
غزني یو له هغو ولایتونو څخه دی چې څو دورې د جګړې له امله ډیر زیانمن شوی دی. د روان کال په اسد میاشت کې پر غزني باندې د طالبانو تر حملې وروسته، د غزني پولیسو چې د قومندان مشعل تر قومندې لاندې دي، د ښار ډیری تجارتي مارکېټونه، هټۍ، تجارتي سرایونه او د اوسېدنې کورونه وسېزل او د غزني اوسیدونکو ته یې بې شمیره مالي او ځاني زیانونه ورسول.
له طالبانو سره له جګړې وروسته، د غزني پولیسو هر راز بدیو او جنایتونو ته لاس واچاوه او غزنویانو ته یې له هېڅ ډول ازار رسولو پرهېز ونه کړ.
پولیسو د ښار په مختلفو سیمو کې د تلاشۍ په پلمه ځوانان او کشران ودرول، هغوی ته یې سپکې سپورې وویلې، ویې ډبول، آن چې ځینې یې له ځان سره یوړل او جنسي تیری یې پرې وکړ.
د مثال په توګه، د (پیر قرضدارا) په سیمه کې د شپې ناوخته پولیس ددې په بهانه چې ګواکې له عملیاتو همدا اوس را ستون شوي او غواړي حمام وکړي، یوه حمام ته ننوزي، هلته په میشتو دوو تنو ډلییز جنسي تیری کوي چې هغوی اوس د کابل په کوم روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د عیني شاهدانو پر وینا، د کندهار پخوانۍ اډې په سیمه کې یوه ۱۴ کلن هلک په چیغو چیغو ژړل، کله مو چې پوښتنه ترې وکړه، ویل یې چې کندهاري پولیسو( د مشعل خاص کسان) وتښتولم او تر سهاره ۸ تنو ډلییز جنسي تیری راباندې وکړ.
امنیه قومندان هغو کسانو ته ګوتڅڼدنه کړې چې د قومندانۍ شاوخوا هټۍ او مارکېټونه لري. ورته ویلي یې دې چې تر نامالوم وخته به یې هټۍ بندې او هېڅ څوک د کاروبار او فعالیت حق نه لري. دا کار د ډیرو غزني مېشتو د ازار او اذیت سبب شوی دی.
د میخچه فروشي بازار د یوه هټۍوال پر وینا، زمونږ کاري ورځ او اقتصادي سرچینه همدا دکانداري او تجارت دی، که دا راباندې بند شو، ډیر زیانونه به ورپېښ شي.
هټۍ وال، مشران او سوداګر په دې موخه چې د امنیې قومندانۍ ودانۍ دې خپل اصلۍ ځای ته چې د ښار په څنډه کې دی، نقل شي، امنیه قومندان ته ورغلل، خو د هغه له سپک چلند سره مخ شول.
پولیسو د شپې پر ۹ بجو تګ راتګ باندې بندیز لګولی، هېڅوک نشي کولای تر ۹ بجو وروسته وګرځي. دا په داسې حال کې ده چې د غزني زیات شمیر اوسیدونکې د ورځې کاروبار کوي او د شپې مهال ورزش یې عادت دی خو اوس دا چاره ځنډنۍ شوې ده.
پر عامه لارو د موانعو پر اېښودلو سره یې د قومندانۍ او ولایت مقام تر څنګ سړکونه بند کړي دي او که د چا په همدې سیمو کې کار وي، تر ډیرو لیرو لارو مزل وروسته به خپل هدف ځای ته رسیږي.
له ښاریانو سره ناسم چلند د پولیسو خوی دی. د پولیسو ډیره برخه په شخصي جامو کې له وسلې سره ګرځي، معلومې عسکري جامې نه پر تن کوي، چې دا چاره د قانون یوه لویه برخه تر پښو لاندې کول دي.
دا په غزني کې د پولیسو د چلند او جنایتونو یوه بېلګه وه، هغه څه چې په غزني ښار کې تیریږي تر دې ډیر درانه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د