د اندړو ولسوال: والي په لوی لاس ولسوالي سقوط کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): په غزني کې د اندړو ولسوالۍ ولسوال وايي د دې ولایت والي په لوی لاس د دې ولسوالۍ سقوط غواړي.

هغه له پژواک سره په خبرو کې ويلي، چې له څلورو میاشتو راهیسې يې د ولسوالۍ مرکز محاصره دی او دوی یوازې پر مرکز واک لري.

قاسم دېسېوال زیاتوي له مرکز سره غځېدلې لاره هم د طالب سرتېرو لاس کې ده او دوی یوې خواته حرکت هم نه شي کولی.

هغه وايي، له والي نه يې د مرستې غوښتنه وکړه، خو هغه وګواښه چې بیا ځل ورته ټلیفون ونه کړي او لارښوونه يې ورته کړې چې د ده پر ځای ملي اردو ته زنګ ووهي.

اندړ هغه ولسوالي چې نږدې څلور کاله پکې د اربکیانو او طالب سرتېرو تر منځ خونړۍ جګړې وشوې، اوس له مرکز پرته ټوله د طالبانو په لاس کې ده.

د غزني د والي ویاند عارف نوري بیا د ولسوال بې وسي او د مرستې غږونه بې اساسه بولي او دعوه کوي چې دوی ورته وخت پر وخت اکمالات کوي.