عامې روغتيا وزارت: د «شهيد اوونۍ» لمانځونکو په ډزو ۱۳ تنه ټپيان شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د عامي روغتيا وزارت وايي چې د شهيد اوونۍ لمانځونکو په هوايي ډزو ۱۳ تنه ټپيان شوي دي.
د وزرات وياند ډاکټر وحيدالله مجروح رسنيو ته ويلي دي چې تر دې دمه ۱۳ تنه ټپيان د کابل بيلابيلو روغتونونو ته راوړل شوي دي، چې دغه ټول نن ورځ د مسعود د پلويانو په هوايي ډزو کې ټپيان شوي دي.

نن ورځ د سنبلې (۱۸) مه د احمد شاه مسعود د وژل کېدو له ۱۷ تلين سره برابره ده چې په دې ورځو کې هر کال د مسعود پلويان د کابل ښار واټونو ته له وسلو سره راوځي، ډزې کوي او د موټرو لوی لوی کاروانونه په ښار کې يوې او بلې خوا ته ګرځوي.

تر دې وړاندې هم په نورو کلونو کې دې ته ورته پيښې شوي دي، چې دوه کاله مخکې د مسعود پلويانو په کابل ښار کې څو تنه په موټر ووهل او ووژل شول.

کابل ښار د د وسلو د نمايش او خپلسرۍ انځور وړاندې کوي

په کابل کې د مسعود د ورځې او د شهيد اوونۍ لمانځونکو د کابل خلکو ته ستونزې جوړې کړې او د هغوی ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د مسعود او شمالي ټلوالې پلويان له څو ورځو راهيسې د کابل ښار په بيلابيلو واټونو کې له وسلو سره ګرځي او په ښار کې هوايي ډزې کوي.

کابل ميشتې د شمالي ټلوالي له دغه کش وپش څخه په تنګ راغلي دي او وايي چې د کابل فضاء يې ډير نا امنه او بدرنګه کړې ده او خلک په ورځني ژوند کې له ستونزو سره مخ دي.

همدا اوس هم چې په کابل کې په بيلابيلو واټونو او څلور لارو کې د ډزو اوازونه اورېدل کيږي.