
کابل: د مسعود پر پلویانو چاودنه وشوه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د مسعود پر پلویانو چاودنه وشوه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چې چاودنه د یو تن موټر سایکل سپور بریدګر له خوا د سلیم کاروان او تاییمنې زړې پروژې تر منځ وشوه.
هغه د تلفاتو په اړه بې خبري وښوده، خو د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي رسنیو ته ويلي، یو تن وژل شوی او لس نور ټپیان دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح هم ویلي، تر اوسه یو مړی او دوه ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي.
د چاودنې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
د مسعود پلویان د هغه د وژنې د اوولسم تلین په مناسبت د کابل ښار کوڅو کې وسلهوالې ګزمې کوي او د جمعیت بیرغ له ځانو سره لېږدوي، چې تر اوسه يې په هوايي ډزو کې د ۱۳ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.