فضل الرحمن: د غربي کلتور رواجوونکي حکومت پر ضد جهاد فرض بولم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۷ل): د پاکستان جمعيت علمای اسلام او د متحده مجلس عمل مذهبي ګوندونو د ايتلاف مشر مولانا فضل الرحمن د عمران په مشرۍ اوسنی حکومت جعلي او په درغليو راغلی بولي.

مولانا فضل الرحمن د خیبر پښتونخوا په بنو کې يوې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال وويل، د چا پلار هم د مدرسو نصاب کې بدلون نه شي راوستی او په پاکستان د غربي کلتور رواجوونکو پر ضد يې د جهاد د فرضيت اعلان وکړ.

مولانا دا هم وويل، دی له پخوا په دې نظر و، چې د عمران په مشرۍ راتلونکی بدلون يوازې د غربي کلتور استازولي کولی شي، نه د مسلمانانو.

د جمعيت علمای اسلام مشر د پاکستان نوی لومړی وزير او د څلورو ايالتونو اعلی وزيران د جعلي ټاکنو زېږنده بللي او له منلو يې انکار کړی دی.

د مولانا په وينا يوازې مذهبي ګوندونه نه، بلکې مسلم ليګ او پيپلز په ګډون د پاکستان ټول سياسي ګوندونه د عمران خان حکومت د درغليو زېږنده او جعلي بولي.

د پاکستان دغه مذهبي سياستوال ويلي، چې عمران د غرب په لمسون په هېواد کې فحاشي او عریاني خپروي او د غربي هېوادونو د خوښۍ لپاره يې د قايدانيانو لوړپوړی مشر يې د اقتصادي شورا غړی ټاکلی و، چې د پاکستاني ولس او مذهبي ګوندونو د توندو غبرګونونو له امله يې بېرته لرې کړ.

مولانا وايي، که د خلکو غبرګون نه وای، نو عمران خان به د ختم نبوت منکر او د قايدانيانو مشر عاطف ميا د اقتصادي شورا مشر پاليسي جوړوونکی ټاکلی وای.

تبصرې (1)

  • دا چه مولینا صاحب د جهاد اعلان کړی.نو مولینا صاحب د طالیبان پاکستان سره یو ځای شی.او په اسلام اباد د مسلحانه جهاد برید وکړی،قادیانی مشرف هم وه.د ټول پاکستان مشری یی کوله.په تاجکستان کی ملایانو په جومات کی چندی وکړی،او د لینین مجسمه یی په جوړه کړه.دا ټول تجارتونه د چه راوان دی.