fbpx

غني اته سفیران او د بهرنیو چارو وزارت ۱۶ نور کارکوونکي ګوښه کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): طلوع نیوز وايي، داسې اسناد يې تر لاسه کړي چې ښيي محمد اشرف غني اته سفیران او د بهرنیو چارو وزارت ۱۶ نور کارکوونکي له دندو لرې کړي.

په هسپانیه کې افغان سفیر مسعود خلیلي، المان کې سفیر علي احمد جلالي او په مسکو کې افغان سفیر عبدالقیوم کوچی هم د لرې کړل شویو کسانو په لیست کې دي.

دغه سرچینه وړاندې زیاتوي چې غني په یو بل فرمان کې د بهرنیو چارو وزارت اړوند د ۴۹ تنو مامورینو د لرې کولو امر ورکړی دی.

هغوی ته دوه اوونۍ وخت ورکړل شوی چې د خپل لیسانس اسنادو ثبوت وړاندې کړي، کنه له دندو به وشړل شي.

دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر او له هغه وروسته يې لومړي مرستیال سلېمان کاکړ له خپلو دندو استعفاوې وکړې.

تر اوسه د دې سفیرانو او د بهرنیو چارو زارت د ۱۶ تنو کارکوونکو د لرې کولو اصلي علت نه دی په ډاګه شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د