fbpx

ویرات کوهلي په چټکو منډو جوړولو د براین لارا ریکارډ مات کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۷ل): د هندوستان کرېکټ لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړي ویرات کوهلي په ټولو نړیوالو سیالیو کې له ۱۸ زرو څخه زیاتې منډې جوړې کړې.

ویرات کوهلي چې تر دې دمه ۲۹ کلن دی، په ۳۸۲ نړیوالو (ټیسټ، شل اوریزې او یو ورځنۍ) سیالیو کې ۱۸ زره منډې په چټک ډول پوره کړې او د ویسټ انډیز لوبډلې مشهور او غوره پخواني لوبغاړي براین لارا ریکارډ یې مات کړ.

تر دې دمه براین لارا چې یاد ریکارډ یې په خپل نوم و، ۱۸۰۰۰ منډې په ۴۱۱ سیالیو او سچن ټنډولکر په ۴۱۲ نړیوالو سیالیو کې جوړې کړې وې.

یوازې دا نه، بلکې کوهلي له سچن ټنډولکر څخه وروسته دویم ځوان لوبغاړی دی چې دغه لاسته راوړنه لري، همدا ډول په ټولو منډو کې تر ټولو غوره ۵۵.۶۴ اوسط هم لري.

نوموړي د ۲۹ کلونو او ۳۰۶ ورځو په عمر دغه لاسته راوړنه لري چې ټنډولکر د ۲۸ کلونو او ۲۲۳ ورځو په عمر دغه ریکارډ په خپل نوم کړی و.

دا مهال ویرات کوهلي انګلستان سره په ټیسټ سیالیو بوخت دی، د کرېکټ نړیوالې شورا په پوړ بندۍ کې په ټیسټ او پنځوس اوریزو سیالیو کې لومړی مقام لري.

نوموړي ۵۸ نړیوالې سلیزې او ۸۵ نیمه سلیزې وهلي دي، چې تر ټولو زیاتې ۱۰۰ نړیوالې سلیزې او ۱۶۴ نیمه سلیزې سچن ټنډولکر وهلې دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان لخوا په زیاتو نړیوالو منډو جوړولو کې لومړی مقام محمد شهزاد لري، چې په دریواړو نړیوالو فارمیټونو کې یې ۴۰۰۳ منډې جوړې کړې، ۲۴ یې نیمه سلیزې او ۵ یې سلیزې وهلې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د