fbpx
شاه پسند د محمد هاشم زوی چې تيره ورځ په پلچرخي زندان کې وفات شوی دی

پلچرخي زندان: د يو بل طالب زنداني وفات او د طالبانو غبرګون

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د زندانيانو کميسيون په يوه اعلاميه کې په پلچرخي زندان کې د يو طالب زنداني په وفات خواشيني ښودلي ده او په زندانونو کې يې له طالب زندانيانو سره چلند ظالمانه او وحشيانه بللی دی.

اعلاميه کاږي چې «َڅلور ورځي مخکي هم ددغه کرغېړن زندان يو تن مظلوم بندي« قلم شاه » د ناروغۍ له امله وفات شوی وو ، دفارياب ولايت اوسېدونکی شاه پسند د محمد هاشم زوی چي د پلچرخي زندان په دريم بلاک کي يې د بند شپې ورځي تېرولې او له څه مودې راهيسي ناروغ وو تېره ورځ په حق ورسېد ، مرحوم شاه پسند په روانه مياشت کي دوهم او په روان کال کي اووم بندي دی چي د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي»

په اعلاميه کې ويل شوي دي چې دغه زندانيانو هيڅ ډول داسې ناروغي نه درلوده چې هغه دې د هغوی د مرګ لامل شي او زياتوي چې دغو ناروغانو ته نه پاملرنه ددې سبب شوی چې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

طالبانو په رسنيو او د بشر حقونو په سازمانونو هم غږ کړی دی چې څنګه مناسبه وي هغسې نه د زندانيانو غږ رسنيز کيږي او نه هم د بشر د حقونو ادارې د دغو مظلومو زندانيانو په اړه کوم اقدام پورته کوي.

په اعلاميه کې د زندانيانو کورنۍ ته د ډاډ په توګه ويل شوي دي چې «د افغانستان اسلامي امارت متعهد دی چي د مسلمان اولس ددغو مظلومو او بې دفاع بچيانو ملاتړ به د هري ممکنه وسېلې څخه په ګټي اخيستني سره کوي او د بنديانو غمځپلو کورنيو ته ډاډ ورکوي چي بنديان د مظلوم اولس د يوې حقداري برخي په توګه د اسلامي امارت په اولوياتو کي ځای لري او مشکلاتو ته د رسېدګۍ لپاره يې پوره کوښښ کوي»

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې په طالب زندانيانو ظلمونه او شکنجې هغه څه دي چې له امله يې په وار وار طالب زندانيانو په اعتصاب لاس پورې کړی، خولې يې ګنډلي دي، ترڅو يې د بشر د حقونو سازمانونو او ټولنې غږ واوري خو له دې سره سره بيا هم د طالب زندانيانو سره ناوړه چلند کيږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج اسااذ بیانزی
میلمه
الحاج اسااذ بیانزی

غلامان د بادارانو د خوشالولو د پاره تر بادارانو هم له ډیر وحشت کار اخلی غلامان فکر کوی چه که باداران مو ځانله پریږدی بیا خو د دوی د پښو د کیښودو ځای لا نشته فکر کوی چه په دی وحشت چه ترسره کوی یی دشمن به یی څه ناڅه دارولی او شمیر به یی ورله کم کړی وی . بله مهمه خبره د وجدان او ضمیر ده ، غلامی د وجدان او ضمیر په پلورلو ترلاسه کیږی وجدان هغه پیاوړی قلعه ته وایی هلته ایمان او عدالت قضاوت کوی او غلامی ته هله رسیږی چه د وجدان هغه پیاوړی… نور لوستل »