په ادې رنګ پخوي

نصیب ځدراڼ

د مسعود د تلین په مناسبت به درې کیسې درسره شریکې کړم

اول: د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي‌خان د خولې خبر ده: وایې کله چې نصیر الله بابر د ملا محمد عمر مجاهد(رحمه الله) سره په کندهار کې په ډوډۍ ناست وو؛ نو ملا صاحب(رح) ته یې د ډیورنډ د کرښې د رسمي کېدو وړاندیز وکړ. ملا محمد عمر(رح) ورته وویل چې کېږده دا ډوډۍ، پاڅه خاینه، د افغانانو په کتلور کې څوک خپل دُښمن هم له ډوډۍ نه شړي؛ خو ملا محمد عمر مجاهد(رح) باندې د ډیورنډ د کرښې د رسمي کېدو خبر دومره بده لګیدلې وه چې نصیر الله بابر یې له ډوډۍ څخه شړلی وو.

دویمه: وحید مژده یوه کیسه بیانوي: کومه یې چې په خپل کتاب کې هم لیکلې ده وایې”د طالبانو په حکومت کې هغه د سرحداتو وزیر مولوي جلال الدین حقاني و. د طالبانو په دور کې مې د سرحداتو په وزارت کې له ده سره ولیدل. هغه مهال نوموړی د پکتیکا په تروو اوبو سیمه کې له پاکستان سره د یوه سرحدي جنجال په حل کولو بوخت و. په دې سیمه کې د پاکستاني ځواکونو په ټونګ د سلیمان‌خېلو کورونه سوځول شوي وو. حقاني صاحب ویل چې پاکستان د کرښې داوړو غاړو ته پراته قومونه په جنګ سره اچوي؛ څو د کرښې په اوږدو کې خپلې تاڼې رامخکې کړي. هغه وخت نوموړی د د دې ستونزې د حل لپاره پاکستان ته لاړ، د سرحدي جنجالونو په اړه یې له نواز شریف سره ولیدل. د طالبانو دریځ دا و چې افغانستان اوس په داسې وضعیت کې نه دی چې له پاکستان سره د ډیورنډ د کرښې ستونزه یو طرفه کړي. نو د کرښې په اوږدو کې د جنجالونو د مخنیوي لاره دا ده چې داوړو غاړو ته دې د داود خان د وخت سرحدي پوستې معلومې کړای شي او پاکستاني ځواکونه چې له دې پوستو د افغانستان اړخ ته تېر شوي بیرته دې شاته لاړ شي. نواز شریف په دې اړه توافق وکړ او د کورنیو چارو وزیر افتاب احمد خان شیرپاو ته یې لارښوونه وکړه چې دغه توافق اجراء کړي”

درېمه: په تورخم کې د طالبانو د پاکستانیو عسکرو سره د جنګ کیسه ده. کله چې پاکستانیو عسکرو سره یې د یوې افغانې ښځینه پر سر جنجال راغی جنګ پیل شو، طالبانو د تورخم دروازه په ټانګ پسې وتړله او کش یې کړه، یو بین المللي سرحد یې له منځه یوړ.

دا کیسې ځکه رایادې شوې نن د احمد شاه مسعود تلین وو، لنډه غرو ټول کابل ښار پر سر اخیستی وو، په دي غوبل کې ۸ کسان مړه او له دېرشو زیات ټپیان شول، هر کال د سنبلې په ۱۸ کابل د داسې وحشت شاهد وي، هېڅوک نه‌شته چې له دغو خلکو پوښتنه وکړي چې ولې داسې کوئ؟ یو انځور مې ولید چې یوې پتلون کړې ښځې هم توپانچه په لاس کې اخیستې وه، خو په داسې حال کې چې په احمد شاه مسعود، برهان الدین رباني او په جنرال قسیم فهیم د لکونو ډالرو مقبرې جوړې دي، د ملا محمد عمر(رح)، مولوي جلال الدین حقاني او د ملا داد الله اخوند څوک په ښکاره هم فاتحه نه‌شي اخیستلی نه یې انځور پورته کولی شي، ولې چې د دوی جرم د وطن څخه د غلو، شر خوښیو، پاټکیانو شړل وو، بیا د ناټو د یرغل پر ضد په کمزور وسائلو اوږده مبارزه کول او سره د خپلو کورنیو په دین وطن قربانېدل وو او د احمد شاه مسعود غوندې کولاب ته ونه تښتېدل، نه د خلقیانو او پرچمیانو غوندې ماسکو، هند او اروپا ته وتښتېدل..

خو افسوس په هغو بریتورو یا په بله اصطلاح خیاطانو څوک چې د لنډه غرو له ډاره له کور نه نه‌شي راوتلی،امریکایان چې یوه څپیړه ورکړي هم نو ژېړې سترګې ورته ونیسي او غیرت آخېري حد یې دا وي چې “لاس مه اچوه” خو کله چې د طالبانو نوم ور واخلي، سترګې یې رډې رډې راوخیژي، خوله یې ځګونه پیل کړي او د پنجاب، روس او ایران ټاپې په یوه ساه کې ورباندې ولګوي.

خو که د تورخم د اوسنۍ دروازې پوښتنه ترې وکړي، یا د اغزن تار پوښتنه ترې وکړي، یا د کندهار د دوو کلیو(لقمان قلعه او جهانګیري چې اوسني حکومت کې د پاکستان په خاوره کې شامل شول)،یا که د کونړ راکټي بریدونه پوښتنه ترې وکړي؛ نو وایي به دا وړې خبرې دي موږ لوی پښتونستان جوړوو.

څنګه دوی خپل ضمیر هم نه ملامتوي، د ملا داد الله نه ونیسه تر ملا عبدالسلام بریال پورې داسې ککرۍ د دوی د لاسه تر خاورو لاندې شوې، چې د ټولو لنډه غرو لپاره یو سړی بس وو، بله بدبختي یې دا ده چې د کررزي د واکمنۍ نه تر اشرف غني پورې په اوولس کلونو کې په دوی کې یو داسې نر پیدا نه‌شو، چې سړی یې رقیبانو ته ور یاد کړي، یا د سیالانو تر مخ سړی افتخار ورباندې وکړي، خو دوی د ګل مرجان غوندې وچ کلک د نه منلو قسم کړی، د لنډه غرو او انګرېزانو غلامي مني؛ خو د طالب مېړانه نه مني، د لنډه غرو له ډاره له کور نه نشي راوتلی خو چیرته چې د طالب خبره شي نو بیا یې چې په رسیو وتړي هم د چټیات ویلو او لیکلو نه نه درېږي.

د دوی مثال د خوست د یوه شاعر جهانزېب جوهر د شعر په مثال دی چې خوستواله لهجه کې یې ویلی،
“بدیا دي بریت کوړته کوړې وي
په کور کې رټ شي په ادې رنګ پخاوي”

مطلب له کور نه د باندي خو په اوچته خبره نه‌شي کولی خو په کور کې خپلې ادې باندې دې زور بر دی او ورته نېغ نېغ کیږي.

الله تعالی دې داسې ذاولنو، د ځړیدلیو بریتو خاوندانو یا په عصري اصطلاح خیاطانونه ته هدایت وکړي.
کله به دوی د طالب حقانیت او قربانۍ مني؟

تبصرې (1)

  • نصیب زدران صاحب.د کومو کسانو دچه صفت لیکی،او د کومو کسانو د چه غیبت لیکلی .له دوی څخه ټول افغان ولس متنفره دی.ثبوت یی دا دی چه یوه ډله په زور په ولس حکومت کوی،او بله ډله خپل مړی په خپله خاوره کی په پټه خښوی،خو دوی بیا هم د ولس نماینده ګان ځانونه بولی،