حضرت هود عليه السلام او د اسلام سره د عاديانو دښمني

عبدالمالک همت

لوی څښتن سبحانه عادیانو ته د پيغمبر د استولو به هکله فرمايي:

﴿وَإِلَى عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا مُفْتَرُونَ (50) يَا قَوْمِ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى الَّذِي فَطَرَنِي أَفَلَا تَعْقِلُونَ (51) وَيَا قَوْمِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَى قُوَّتِكُمْ وَلَا تَتَوَلَّوْا مُجْرِمِينَ (52) [ هود ١١: ۵۰ ـ ٥٢ ]

ژباړه: عاديانو ته موږ د هغو ورور هود ولېږى. هغه وويل: اى قومه ! د لوى څښتن بنده ګي وكړئ. له هغه پرته ستاسي بل هيڅ څښتن نسته. تاسي مازي تومت لګوئ. اى قومه ! زه پر دې باندي له تاسي څخه څه مزدوري نه غواړم، زما اجر پر هغه چا دى چي زه يې پيدا كړى يم. نو آيا تاسي له  پوهي كار نه اخلئ ؟

او اى قومه له خپل څښتن څخه بخښنه وغواړئ او بيا د هغه لوري ته ور و ګرځئ. هغه به پر تاسي باندي د آسمان اوبه درخوشي كړي او  ستاسي پر اوسني ځواك به نور ځواك هم در زيات كړي. تاسي د مجرمانو غوندي مخ  مه اړوئ.

عاديان د نوح علیه السلام او د هغو مومنانو چي د هغه سره په بېړۍ کي ژغورل سوي وه اولاده وه. دوى لومړى د نوح علیه السلام پر دين وه ، يعني مسلمانان وه. خو څنګه چي مهالونه پر تېر سول او په ځمکه کي خپاره سول شيطان خطا ايستل، له سمي لاري يې واړول او په ډول ډول شهوتونو کي يې ډوب کړل، چي په سر کي يې د اسلام مخالفت، د هوا او هوس په تقاضا د واکمنۍ او ګټو تر لاسه کولو شهوتونه وه.

د دوى عام ټولنيز كړه وړه د بغاوت، وركلارۍ او ظلم او تېري پر بنسټ ولاړ وه. له دې امله هغو ته لوى څښتن هود علیه السلام د خپل استازي په توګه واستاوه.

د قرآن کريم او تفاسيرو له څرګندونو څخه په ګوته کيږي چي عاديان له جسماني پلوه ډېر ځواکمن او هډور وګړي وه او په خپل وخت کي داسي يو بې ساري ځواکمن قوم وو چي بل قوم يې د مقابلې وس نه درلود. دوى د ډېر ځلاند مدنيت خاوندان وه او د لويو لويو پخو، د نګو او ښكلو ماڼيو په جوړولو او درلودلو يې نوم ايستلى وو. دغه مادي پر مختګ او جسماني زور او ځواکمني لامل سوې وه چي هغوى يې په ډېره ناوړه توګه په دغسي کبر، لويي او ناوړو چارو او جرايمو اخته کړي وه او پر خپل ولس او نورو کمزورو هيوادونو يې ظلمونه او تېري کول او د لوى څښتن له احكامو څخه يې سركښۍ او بغاوت ته ملاوي تړلي وې.

د هغو سياسي او اقتصادي واک د څو تنو لويو ظالمانو په لاس کي وو. چي د هغو په وړاندي چا سپوڼ نه سواى وهلاى.

﴿وَتِلْكَ عَادٌ جَحَدُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَعَصَوْا رُسُلَهُ وَاتَّبَعُوا أَمْرَ كُلِّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ (59) وَأُتْبِعُوا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلَا إِنَّ عَادًا كَفَرُوا رَبَّهُمْ أَلَا بُعْدًا لِعَادٍ قَوْمِ هُودٍ (60) ﴾[ هود ١١: ۵٩ ـ ۶۰ ]

ژباړه: دغه وه عاديان چي د خپل څښتن له نښانو څخه منكر سول. د هغه د استازو خبره يې ونه منل او د هر سركښه او  جابر دښمن فرمان ته يې غاړه كښېښوول. پاى پر دې دنيا هم د لعنت وړ وګرځېدل او د قيامت په ورځ هم. واورئ ! عاديان په خپل پروردګار كافران سول. ښه واورئ ! چي د هود قوم عاديان ليري وغورځول سول.

هود علیه السلام دوى ته په دې اړه  تبليغ وكړ؛ د شرك پرېښوولو، پر يوه لوى څښتن ايمان راوړلو او د هغه اطاعت او د ظلم او تېري پرېښوولو ته يې وبلل  او د لوى څښتن له عذابه يې ووېرول، خو دوى دا د پخوا ، زړې او د نه منلو خبري وګڼلې او داسي فکر يې کاوه چي د هغه بلنه به څه تاوان ور ونه رسوي.

پاى قوم د هغه دښمن سو او د هغه د قوم مشرانو پر هغه باندي د ناپوهۍ، درواغو او د هغو له پلار نيكه څخه د ژوندانه د ور پاته نظام د ګډوډولو تورونه ولګول.

﴿قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي سَفَاهَةٍ وَإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكَاذِبِينَ (66) [ الاعراف ٧: ٦٦  ]

ژباړه: د هغه د قوم مشرانو چي د هغه د خبري له منلو څخه انکار کاوه وويل: موږ تا په ناپوهي اخته ګڼو او زموږ ګومان دى چي ته دروغجن يې.

بالاخره پر عاديانو باندي تر درې کالو وچکالۍ او د هغو تر انکار او پر هغه باندي تر استمرار وروسته لوى څښتن هود علیه السلام او پر هغه باندي ايمان راوړونکي وژغورل او د انکار کوونکو او سر کښو ظالمانو سره يې داسي کړنه  وکړه:

﴿وَأَمَّا عَادٌ فَأُهْلِكُوا بِرِيحٍ صَرْصَرٍ عَاتِيَةٍ (6) سَخَّرَهَا عَلَيْهِمْ سَبْعَ لَيَالٍ وَثَمَانِيَةَ أَيَّامٍ حُسُومًا فَتَرَى الْقَوْمَ فِيهَا صَرْعَى كَأَنَّهُمْ أَعْجَازُ نَخْلٍ خَاوِيَةٍ (7) فَهَلْ تَرَى لَهُمْ مِنْ بَاقِيَةٍ (8) [ الحاقه ٦٩: ٦ـ ٨ ]

ژباړه: اما عاديان په يوه ډېره سخته توپاني لوخړه پوپنا سول. لوى څښتن دغه لوخړه پر هغو پرله پسې تر اوو شپو او اتو ورځو مسلطه كړه. ( كه ته هلته واى نو )  تابه دوى پر ځمكه باندي داسي مړه پراته ليدلي واى لكه د خرماوو وراسته بېخونه.  نو آيا اوس له هغو څخه تاته څوك له تباهۍ څخه پاته ښكاري؟

د حضرت هود علیه السلام کيسه موږ ته د سپېڅلو موخو او له ايمان او عقيدې څخه د ننګي او ملاتړ په لار کي د غيرت، شهامت، جرأت او سرښندني درس راښيي. دا درس د هر مصلح او خير غوښتونکي انسان لپاره چي خپل ځان يې له حق او عقيدې څخه د دفاع په لار کي وقف کړى وي د لاري مشال باله سي.