فیسبوک غواړي په اسیایي هېوادونو کې خپل لومړنی معلوماتي مرکز پرانیزي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۷ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې شبکې فیسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ غواړي په اسیایي هېوادونو کې خپل نوی معلوماتي (ډیټا) مرکز پرانیزي.

مارک زوکربرګ دوه ورځې وړاندې په خپله فیسبوکپاڼه اعلان وکړ چې په لومړي وار به په اسیایي هېوادونو کې د فیسبوک لپاره معلوماتي مرکز پرانیزي.

دغه ډیټا مرکز به د سینګاپور هېواد په لویدیځ خوا کې پرانیستل شي، او دا لومړی وار دی چې فیسبوک خپل ډیټا مرکز په اسیایي هېوادونو کې پرانیزي.

مارک زوکربرګ زیاته کړې، ”دا به په ټوله نړۍ کې زمونږ پنځلسم (چې زیاتره یې په امریکا کې دي)، او په اسیایي هېوادونو کې لومړنی ډیټا مرکز وي، چې د ټولنې او هغه چا لپاره چې له فیسبوک څخه ګټه پورته کوي اساني وي، همدا ډول به په دې معلوماتي مرکز کې په سلګونو کسان په دندو وګمارل شي.

د معلوماتو له مخې په دغه نوي ساختمان (بیلډینګ) باندې چې ۱۱ منزله لري، تر ۸۰۰ ملیونه زیاتو افغانیو لګښت راځي او د ۲۰۲۲م کال پورې به بشپړ او د خلکو پرمخ پرانیستل شي.

سینګاپور هېواد یو له هغو اسیایي هېوادونو څخه دی چې ځانګړې ښکلا لري، په ملیونونو سیالان ورته راځي، او د نړۍ ستر ستر ټیکنالوژي شرکتونه په کې ځای پر ځای شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د