fbpx

وال سټریټ ژورنال وايي ټرمپ له طالبانو سره خبرو ته تږی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وږي، ۱۳۹۷ل): وال سټریټ ژورنال، په تازه مقاله کې لیکلي، امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي چې ډېر ژر له طالبانو سره خبرې وکړي.

شمشاد د سرچینې په حواله زیاتوي د ټرمپ اداره په دې لټه کې ده، چې څنګه کولی شي له طالبانو سره ډېر ژر خبرو ته داخل شي.

که څه هم امریکایانو له طالبانو سره مقدماتي خبرې چې د سولې د خبرو لپاره لومړني ګامونه دي پیل کړې، خو وال سټریټ ژورنال لیکلي ټرمپ د سولې د خبرو پیل ته تږی دی.

ورځپاڼه وړاندې زیاتوي چې د امریکا دفاع وزیر په داسې حال کې افغانستان ته سفر وکړ، چې د امریکايي پوځي چارواکو او افغان چارواکو په منځونو کې هم ګډوډې خپره ده.

د سرچینې په وینا سکاټ مېلر هم په داسې حال کې د جګړې مشرۍ ته اوږه ورکړه، چې د بریا څرک يې نه لګېږي او هغه هم ویلي چې تر څو د ښه والي نښې ونه ویني، د وضعیت د ښه کېدو دعوه به ونه کړي.

په ورته وخت کې د واشنګټن مانتلې، یا واشنګټن میاشتنۍ خپرونه وايي اوس وخت را رسېدلی چې له افغانستانه امریکايي ځواکونه پښې سپکې کړي.

د میاشتنۍ په قول اوس هغه وخت نه دی چې امریکايي چارواکي د جګړې تلفات او لګښتونه له خپل ولسه پټ وساتي، بلکې په جګړه کې ښکېل امریکايي عسکر او عام افغانان پرې خبر دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د