جرمني کې دوه افغانان د یو تن د وژنې په تور نیول شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وږي، ۱۳۹۷ل): د جرمني پولیس وايي دوه افغان ځوانان يې د یو جرمني د وژنې په تور نیولي دي.

رویټرز خبري اژانۍ وايي دغه دوه کسان پرون په ګویتن ښار کې هغه وخت ونیول شول، چې پولیسو پرې د یو ځوان د وژلو شک وکړ.

د سرچینې په وینا د جرمني ځوان د وژنې علت نه دی په ډاګه شوی.

څو ورځې وړاندې ځينو جرمني چارواکو تازه د کډوالو پر اوسېدنې نیوکې کړې وې.

د کورنیو چارو وزیر هورسټ سیوفر وویل، چې کډوالي د ټولو ستونزو جرړه ده.

دې هېواد درې کاله وړاندې شاوخوا یو میلیون کډوال ومنل، چې ډېری يې سوريایان، افغانان او عراقیان دي.

څو ورځې وړاندې هم یو جرمنی سړی په چاقوګانو ووژل شو، چې په تور يې دوه کډوال یو سوریايي او بل عراقی ونیول شول.

د ګډ حکومت له پیل سره نا امني او بې کاري اوج ته ورسېده، چې ګڼ افغانان له غیر قانوني لارو هم اروپا ته کډوال شول چې برخلیک يې خورا ستونزمن دی.