fbpx

طالبانو دوې نورې ولسوالۍ ونیولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۹وږی ۱۳۹۷ل): د ولسوالیو د سقوط په ګړندي بهیر کې نن یوځل بیا طالبانو وویل چې د جوزجان خم آب او د میدان وردګ دایمیرداد ولسوالۍ یې له دولتي ځواکونو نه په مکمل ډول نیولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تیره شپه ناوخته د جوزجان ولایت خمآب ولسوالۍ باندې مجاهدینو له څو طرفونو بریدونه وکړل چې په پایله کې د ولسوالۍ مرکز او اړوند ټول اداري او پوځي ودانۍ د دوی لاس ته ولویدي.

نوموړي ویلي چې دولتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولي او وایی چې په اړه به یې لږ وروسته له رسنیو سره تفصیلات شریک کړي.

بلخوا ځایی چارواکو هم تأیید کړي چې له یادې ولسوالۍ نه دولتي ځواکونه پرشاه شوي.

د جوزجان ولایت امنیه قومندان مل پاسوال فقیر محمد جوزجاني وایي چې تیره شپه طالبانو پر ولسوالۍ برید کړی، خو زیاتوي چې د تلفاتو په اړه کره معلومات نلري، د ده په خبره ښایي دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې وي. خو نوموړی مني چې دا مهال دولتي ځواکونه له ولسوالۍ په شا شوي، او ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې.

دا په داسې حال کې ده چې پرون طالبانو د میدان وردګ ولایت دایمیرداد ولسوالۍ هم تر خپلي ولکي لاندي راوستي وه، طالبانو ویلي چې یاده ولسوالۍ یې هم د څو ساعته شدیدي جګړې په ترڅ کې له دولتي ځواکونو په کامل ډول نیولې.

په دې وروستیو کې چې امریکایان وایی هڅه کوي له طالبانو سره د جګړې له لاري نشي کولای بریا ترلاسه کړي ، پرځای یې باید د سیاسي تفاهم له لاري ستونزه حل کړي؛ طالبانو نور هم خپلو پوځی عملیاتو ته زور ورکړی چې د ډېرو سیمو د نیولو ترڅنګ دولتي ځواکونو ته د پراخي مرګ ژوبلي خبرونه ورکول کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د