
م.م: د مهاجرو او بې ځایه شویو افغانانو شمېر اتو میلیونو ته رسېږي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وږي، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر وايي په افغانستان کې د ننه او له هېواده د باندې د وتلیو کسانو شمېر تر اتو میلیونو رسېږي.
فلیپو ګرانډې په اسلام اباد کې د ستراتېژیکو مطالعاتو په مرکز کې رسنیو ته وویل، چې د جګړو، بې کارۍ او وچکالۍ له امله ګڼ کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي او نور بیا له هېواده وتلي دي.
هغه وویل، له افغان حکومت سره د بې ځایه شویو او له هېواده وتلیو کسانو کره شمېره نشته، خو په وینا يې شاوخوا درې میلیونه افغانان یوازې په ایران کې ژوند کوي.
ګرانډي وویل، په ایران کې یوازې یو میلون کډوال راجسټر شوي دي، چې د هغوی هم د ژوند وضعیت سم نه دی.
په پاکستان کې بیا دوه میلیونه ثبت او ناثبت افغان کډوال ژوند کوي، چې ګرانډي يې وطن ته په راستنولو کې د ګډ حکومت هڅې ناکامې یادې کړي.
دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې هم ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بې ځایه کېدو، جګړو او وچکالۍ له امله یوازې ۱۰۰زره ماشومان د عاجلې مرستې وړ وبلل.
په وینا يې د دې شمېر ماشومانو لپاره ۹۰۰ میلونه ډالر بېړنۍ مرستې ته اړتیا لېدل کېږي.
ګډ حکومت چې د کار موندنې، اقتصادي پرمختګ او ثباتي ژوند شعارونه يې د کاري ورځو د پیل تکراري څرګندونې وي، د څلورو کلونو په تېرېدو د وضعیت د ښه کېدو پر ځای د لا بدتر کېدو علت شوی دی.
تېره ورځ د ارګ لومړي مرستیال جنرال دوستم له همدې امله بښنه وغوښته او په خپره کړې اعلامیه کې يې ومنل، چې له ولس سره کړې ژمنې هیڅ نه دي عملي شوې.