fbpx

فرانسه کې د چړې بريد پر مهال اووه کسان ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۹وږی ۱۳۹۷ل): د فرانسې پلازمېنې پاریس کې يوه بريدګر په چړې اووه تنه ټپيان کړي، چې د څلورو هغو روغتيايي وضعيت ترينګلی بلل شوی دی.

د پاريس پوليس وايي، د لومړنيو معلوماتو له مخې بريدګر افغان دی او اوسمهال د پوليسو له لوري ترې څېړنې روانې دي.

د پوليسو په وينا پېښه له ترهګرۍ سره تړلې نه ښکاري.

راپورونه وايي، په ټپيانو کې دوه برتانوي سيالانيان هم دي.

دا پېښه پر ځايي وخت د شپې ۱۱ بجې د پاريس په ختيځ کې يوې سينما ته څېره شوې ده.

د فرانسوي رسنيو په وينا بريدګر ناببره پر خلکو د چړې بريد وکړ، چې د يوې ښځې په ګډون د څلورو ټپيانو وضعيت ترينګلی دی.

په دغه بريد کې دوه برتانوي سيلانيان هم ټپيان شوي دي.

د برتانيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د خپلو اتباعو د ژوند او روغتيا په اړه يې پلټنې پيل کړي او د فرانسې چارواکو سره په اړيکه کې دي.

د بريدګر د هويت په اړه نور معلومات نه دي ترلاسه شوي او نه هم د پېښې لامل تر اوسه په ګوته شوی دی، خو پوليس وايي، چې پېښه له ترهګرۍ سره تړلې نه ښکاري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د